شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهاندرابي: امرالله صالح راسره د پوليسو د اعاشې د قراردادي غل په...

اندرابي: امرالله صالح راسره د پوليسو د اعاشې د قراردادي غل په نیولو وران شو

تاند:( يکشنبه، د جدي نولسمه)‏‏ د کورنيو چارو پخواني وزير مسعود اندرابي د ټویټر چټ روم په یوه بحث کې د ولسمشر غني لومړی مرستیال امرالله صالح د کورنيو چارو وزارت د يوه غله قراردادي په ملاتړ تورن کړ.

نوموړي وويل، چې د حاجي ړسا په نوم د پوليسو د اعاشې قراردادي یې له اسنادو سره په دې تور ونیوه، چې هر کال د پوليسو له ډوډۍ څخه ۲ میلیارده افغانۍ غلا کوي.

اندرابي زباتوي، چې حاجي ړسا یې کورنيو چارو وزارت ته راوست، خو امرالله صالح چې هغه مهال د ولسمشر غني د ټاکنيز ټيم لومړی مرستیال و، ورته زنګ ووهه او ویې ویل: حاجي ړسا کوم بې ادبه بندي کړی، ژر باید خوشې شي.

اندرابي زیاتوي: صالح ته مې وويل، چې اول خو ته هیڅ کاره نه یې، ماسره نه باید داسې وغږيړې، زه د کورنيو چارو وزير یم او حاجي رسا نه پریږدم، لاس دې خلاص!

د کورنيو چارو دغه پخوانی وزير، چې د امرالله صالح له مرستيال ولسمشر کیدو سره وروسته له دندې ګوښه شو، وايي هغه سره يې د اختلاف اصلي دلیل همدا و.

ویل کیږي، چې حاجي رسا هم د صالح له واک ته رسېدو وروسته ژر له بنده خوشې شو.

امرالله صالح د مسعود اندرابي دغو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

1 COMMENT

  1. له بده مرغه اوس هم یو شمېر هېواد پلورونکي او د هغوی تالي څټي د لنډغرو څخه ننګه کوي. د لوی شرم ځای دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب