یکشنبه, مې 5, 2024
Home+د لاس په خوځولو د کمپیوټر کنټرول

د لاس په خوځولو د کمپیوټر کنټرول

تاند- په روستیو کې د ټایپ الایک (Typealike) په نوم یو سیستم جوړ شوی چې د کمپیوټر له اضافي وسایلو(لکه کیبورډ….) پرته د کاروونکي د لاس په ښورولو کنټرولېږي.

دا سیستم، چې اوس د کاناډا په واټرلو پوهنتون کې د پراختیا په حال کې دی، دوې برخې لري؛ یوه برخه یې کوچنۍ هینداره ده چې مخ يې لاندې دی او د کمپیوټر پر کمرې دپاسه اېښودل کېږي. بله برخه یې د زده کولو ماشین دی چې په کمپیوټر کې فعالیږي.

مثلاً که کاروونکی غواړي چې د لوډسپېکر ږغ لوړ شي، همدومره کافي ده چې د یوه لاس بټه ګوته پورته ونیسي یا پورته کړي او او نور لاس یې پر کیبورډ پاتې شي. سافټوېر یا ترمکالی دا حرکت تشخیصوي او پر اساس یې د لوډسپېکر ږغ لوړوي.

د واټرلو پوهنتون یوه فارغ الاتحصیله نالین جیبر وايي« زموږ اختراع له ویب کام څخه د کار اخیستو د لارو چارو په اړه له یوې ساده اډیا څخه پیل شوه.»

د دغه سیستم په اړه ویل شوي چې د لاس حرګتونه په سلو کې ۹۷ کره تشخیصوي.

متخصصان باور لري چې که الایک ټايپ ته نوره پراختیا ورکړل شي نو د لاس کار به خورا اسانه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب