یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د څه ډول حکومت  سره پرمختګ کولی شو ؟

د څه ډول حکومت  سره پرمختګ کولی شو ؟

لیکنه: محمد یعقوب واحدي

داخلي برخه :

ټول هیوادوالو ته باید د امنیت ډاډ ورکړل شي چې د دوی لپاره هیڅ ډول کواښ نشته د دې تر څنګ باید هیوادوالو د کاري زمینو دبرابرولو ډاډ ورکړل شي اوبل هغه خلک چې نیظام ته ژمن خلک وي باید ترې کټه واخیستل شي .

اوسنې حکومت ته پکار ده چې داسې یو قوي نطام او حکومت جوړ کړي چې د هیواد اوسنیو اقتصادي ستونزې حل  او د هر ډول بیرونیو لاسوهنو مخه ونیسې .

داخلي برخه کې د ولسي مشروعیت لپاره په لویه کچه داسي یوه شورا رامنځ ته کړي چې د حکومت د پیاوړتیا لپاره او نورو ستونزو د حل لپاره ریښتنۍ کار وکړي .

د فساد مخنیوي لپاره مخدره توکودتولید د مخنیوي برخه کې قوي نهادونه جوړ کړي تر څو د ولس رضایت په پوره توګه تر لاسه شي اولس د حکومت تر شا په کلکه ودریږي تر څو داخلي کړکیچونو مخ ونیول شي.

په داخلي برخه کې د هیڅ هیواد نامشروع فرمایشونه او غوښتنې ونه منې ځکه که د هر هیواد یوه نامشروع غوښتنه ومنل شي بیا هر ډول غوښتني منې راباندې بیا به داسې وي چې هر ډول لاسوهني ته زمینه برابره شي .

بهرنۍ برخه :

خارجي سیاست کې باید د ګاونډیانو سیمې هیوادونو او نړی لپاره په داسي یوه پالیسۍ وړاندي کړي ،چې  نړوال مشروعت تر لاسه شي په لیکلي بڼه داسې پالیسې ترتیب شي،  چې د ټو هیوادونو  مشروع ګټو لپاره داسي یو چوکاټ رامنځ ته شي چې د دوی د ګټو سره خپل هیواد هم په کم وخت کې  اقتصادي بساینې ته ورسیږي . 

د اقتصادي پیاوړتیا لپاره څه وکړو :

  زموږ هیواد په هره برخه کې د پراخو سرچینو په لرلو سره د نړۍ لري او نیږدې هیوادونو لپاره د زیات اهمیت لرونکی دی خو دلته تر اوسه داسې یو حکومت نه دی حاکم شوی چې د دغه سرچینې څخه د هیواد د آبادۍ لپاره کار واخلي قیمتي معدنونه په نا چیزه بیه په قاچاقي ډول په نورو هیوادو کې پلورل کیږي .

ارزښت لرونکي تولیدات مو د نورو هیوادونو په نوم په اورپایې هیوادونو کې پلورل کیدل د محصولاتو لپاره مو هیڅ مناسب بازار پیدا نه کړ د هیواد اقتصاد مو داسې یو مصنوعي بڼه لرله چې د تر شلو کلو وروسته اوس هم د دومره براخو سرچینو په لرلو سره د لوږي خولې د نړی مرستو وازي پاتې دي.

 تجارت: 

د تجارت په برخه کې لومړی باید داخلي تولیدي فابریکو ستونزو د حل لپاره کار وشي تر څو چې د تجارانو او صنعتکارانو ټولي ستونزي حل نه کړو مو ږ به تل یو مصرفي هیواد او  هیح کله به په یو تولیدي هیواد بدل نه شو.

تر څو چې زموږ د هیواد تجارتي بیلانس سره برابر او هم لوړ نه شي نو زموږ اقتصادي ستونزي به کمي نه شي بلکې ورځ تر بلې به زیاتیږي . 

سرچینې :

معدنونه  :- لومړی باید غیر قانوني کیندني په ټول هیواد کې بند شي دویم باید د داسي  داخلي او بهرنیو کمپنیو سره قرار دادونه وشي چې په تخیکي او نورو برخو کې ټول کارکوونکي باید زموږ هیواد وال وي په دې سره به مو ملي عواید زیات او د بې کاری کچه کمه شي .

کرهنه :- د کرهني وزارت باید داسي یو کرهنیزه طرحه ترتیب کړي چې د په هر سیمېه کې په  منظم ډول دتحقیقي فارمونو په جوړولو سره د هر ډول میوو د ونو باغونه جوړ کړي .

د نورو کرهنیزو محصولاتولپاره هم داسي یو کرهنیز نیظام ترتیب کړي چې له مخې یې زموږ دهاکین هر ډول کرنیز محصولات وکري او دیادو میوو او کرنیزو محصولاتو د خرڅلاو لپاره په نورو هیوادونو کې مناسب بازار پیدا کړي .

طبعي سرچینې:

 توریزم چې د هیواد د ملي عوایدو لویه برخه را پوره کولی شي.

 لومړی باید هغه سیاحتي سیمې چې مخکې تر د ې دامنیتې ستونزو له امله هلته څوک نه ورتلل باید په لوړ کیفیت ډاکومنټری جوړي وروسته له هر ډول رسنیو خپري شي.

دویم په دغه سېمو کې دبهرنیو او داخلي سیلانیانو لپاره  لازم سهولتونه ایجاد شي تر څو د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو پاره ته زمینه برابره توجه دغه سېمو ته د سیاحت په موخه راشي .چې زموږ هیواد ته ځانګړي ښکلا ورکړي هم ډیر اهمیت لري د طبعي سېمو د پراختیا لپاره  باید لازم سهولتونه رامنځ ته شي  زیات کار وشي.

تاریخي برخه : – زموږ هیواد یو لوی تاریخ لري زیات تاریخي ارزښتونه او یو پیاوړی کلتور لرو ددې تر څنګ لرغوني  ماڼۍ او زیات شمیر تاریخي آبدات او لرغوني سېمي لرو چې باید د تثبیت او تاریخي هویت د موندلو په برخه کې هر اړخیزې څیړنې وشي وروسته ورغول شي نړیوالو ته یې د ننۍ عصري تکنالوژی څخه په استفادې ډاکومینټری جوړي شي په داخلي او نړیوالو رسنیو باندې یې د توریستانو د جلوبولو لپاره خپرې شي .

نور هم زیات شمیر سرچینې شته چې د اقتصادي بسایني لپاره پرې کار وکړو خو د دې موخو د تر لاسه کولو لپاره تر هر څه مهم مسلکي خلکو ته زیاته اړتیا ده خو اسلامي امارت باید د پورته سرچینو څخه د غوره استفادې لپاره باید هغه خلک چې په واقعي توګه غواړي چې هیواد اقتصادي بحرا څخه ووزي باید په مسلکي برخو کې مسلکې خلکو ته د کار موقع ورکړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب