یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهسره صليب د کندهار د برېښنا لپاره د ۲ سوه زره ليتره...

سره صليب د کندهار د برېښنا لپاره د ۲ سوه زره ليتره تېلو مرسته وکړه

تاند:( شنبه، د جدي اتلسمه)‏‏ د افغانستان بريښنا شرکت وايي، چې د سره صلیب نړیوالې کمیټې نن له کندهار برېښنا سره د دوه سوه زره لیتره تېلو مرسته کړې ده.

د بریښنا شرکت د اعلامیې له مخې، سره صلیب( ICRC) دا مرسته د کندهار برېښنا ریاست سره د جنراتورونو چالانولو لپاره وکړه.

‏د کندهار برېښنا حوزې رئیس مولوي محمدحنیف حمزه د سره صلیب له مسئولینو سره په لیدنه کې يادې ادارې ته د کندهار برېښنا لخوا د یو لړ ضروري تخنیکي تجهیزاتو لیست هم سپارلی.

بریښنا شرکت وایي، چې د سره صليب مسؤلینو د تجهیزاتو د بشپړېدو ډاډ هم ورکړی او ژمنه يې کړې، چې د یادو تجهيزاتو له سپارلو سره به د کندهار برېښنا د ښاري شبکې په رغولو کې مرسته وکړي.

بريښنا شرکت نه دي ويلي، چې د سره صليب له لوري دا مرسته شوي تېل به ورسره کندهار ته د بريښنا په تولید کې څومره ګټور تمام شي؟

د طالبانو د واکمنۍ له پیل او د بشري او اقتصادي ناورين له شدت سره افغانستان د ګاونډيو هېوادونو له وارداتي برېښنا څخه په میلیونونه ډالره پوروړی دی.

د طالبانو د بريښنا وزارت چارواکو څه موده مخکې وویل، چې افغانستان به د بريښنا په یوه مهم صادراتي هېواد بدل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب