Homeخبرونهمتقي د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته لاړ

متقي د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته لاړ

تاند:( شنبه، د جدي اتلسمه)‏ ‏د طالبانو د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د ایران په رسمي بلنه نن دغه هېواد ته لاړ.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ویلي، چې په دې سفر کې له نوموړي سره د طالبانو د کابېنې د اقتصاد او سوداګرۍ وزيران هم ملګري دي.

د دغه سفر موخه پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې ښودل شوي دي.

ايران په وروستيو کې په پرله پسې ډول، په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت د جوړیدو ټینګار کړی دی.

دغه سفر په داسې مهال دی، چې ويل کيږي د طالبانو پر ضد د مقاومت د عالي شورا يو مخکښ غړی حاجي محمد محقق هم په ایران کې دی.

محقق ايران ته د دغه سفر پر مهال له ایراني چارواکو سره د افغانستان د وضعیت او طالبانو سره د خپلو مخالفتونو په اړه خبرې کړي.

نوموړي ويلي، چې دوی د خبرو له لارې طالبانو سره د افغانستان د قضيې پر حل خبرو ته لومړيتوب ورکوي.

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي ويلي وو، چې دوی د طالبانو او مخالفانو ترمنځ یې د سولې منځګړتوب ته چمتو دي.

طالبانو د محقق د څرګندونو په اړه غبرګون نه و ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...