یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد امر بالمعروف وزير: غربيانو ۲۰ کاله پر افغانانو خپل فکر تحميل...

د امر بالمعروف وزير: غربيانو ۲۰ کاله پر افغانانو خپل فکر تحميل کړی، موږ يې فکرونه اصلاح کوو

تاند:( شنبه، د جدي اتلسمه)‏ د طالبانو څ امر بالمعروف او نهى عن المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي نن په کابل ښار کې د خپل‌وزارت محتسبینو ته وينا کړې ده.

نوموړي وويل:” دلته شل کاله غربيانو او ناټو حکومت کړى او پر خلکو يې خپل فکر تحمیل کړي، اوس یې وخت راغلى چې تاسو هغوی اصلاح کړئ، ځکه چې په اوسنيو حالاتو کې د‌ طالبانو اسلامي امارت او په ځانګړي ډول امر بالمعروف او نهى عن ‏المنکر د دين ترجمان دى، پر تاسو لازمه ده چې خپله دنده په ښو اخلاقو سره ترسره کړئ”

نوموړي د کابل ښار له محتسبينو سره په کتنه کې له دوی وغوښتل چې د وخت غوښتنو ته پام وکړي او د خپلو مسوليتونو په سرته رسولو کې له حوصلې او زغم څخه کار واخلي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د روزنې او اصلاح رئيس مولوي محمد یحیی عارف بيا ويلي، چې محتسبان د خلکو د ويښتانو د قيچي کولو او د ژوند په شخصي چارو کې یې د مداخلې حق نه لري.

د امر بالمعروف د دغه چارواکي په وينا، د وزارت د کاري لايحې له مخې یې محتسبان يوازې خلکو ته د نېکو چارو سپارښتنې کولای شي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د پوځي برخې مسوول راز محمد حامد ویلي، چې د دوی د مدیرانو په کچه کارکوونکي سرغړونکو کسانو ته د ۲۴ ساعته او ولايتي مسوولين د ۳ ورځې بند سزا ورکولای شي.

4 COMMENTS

  1. لعنت دې وي ستاسو په جاهله او ناپاکه عقیده کومه چې د هیرا منډوي نه وارده سوې. ږیره، ویښته او چادري پریږدۍ خلکو ته ډوډۍ ورکړۍ. ددې وزارت په ځای به مو خلکو ته د هوساینې په نوم وزارت جوړ کړی وی شنو. مغز څه چې په سرو کې مو بوس هم نشته ملا برادر مو څومر غل ودلول دا ستاسو دوهم هوښیار دی. شرم هم نلرئ

  2. دا چی امریکا د تنظیمونه او تش په نامه دیموکرات غلامان پلانیز د کابل څخه وشړل او ددوی په عوض ئی جاهل تره او بی سواده وحشی تره قدیانی طالبان ئی د پنجابی پاکستان تر رهبری لاندی دوباره په ارګ داخل کړل د فریبی لپاره ئی اوس اکثرو وزارتونو باندی د عربی ژبی نومونه ایښی دی لکه دمثال په توګه امر بالمعروف او نهى عن المنکر وزارت ، شاهدان به اوسو چی ددی مضرو قاتلو خیټورو مردارو ږیرو باندی به افغانستان د افغانانو لپاره په غټ زندان بدل کړۍ شی او ددی له خاطره اجنبیانو پلانیز د تربیه شوو پنجابی قدیانی طالبانو شعار لاندی پر افغان ملت باندی هر ډول محدودیتونه ایښودل شوی دی تر څو اجنبیان د قدیانی طالبانو په وسیله افغان ملت ته د ژوند شرائیط نوره هم زیاتره سخت تره کړی ( حتی بی سواده جاهل قاتل طالبان علنی وائی چی مونږ د ملت ډوډی زیموار نه یوو افغان ملت د لوږی وخت کښی باید خدای ته چیغی کړی او یا د واښه خوری ) او غوښتل کیږی چی دداسی بی رحمانه اقدام په وسیله افغان ملت د اجنبیانو تامی غلامی ته تسلیم کړۍ شی او وروسته به بیا خپل شوم خائینانه پلانونه عملی کوی !!!!

  3. لعنت دی وی د B52 پر بېرحمه او وحشی او وژونکی اوسپنیزی مرغۍ او د هغې پر جوړوونکی او تولید کوونکی او کاروونکی
    خو
    د بل ځل لپاره به پر مزدور او وحشی طالب د B52 استعمال د افغان وګړی د رحم احساس ور کمزورئ کړی که طالب د وولس په وړاندی د رحم او تعقل او مطلوب اسلامیت څخه کار وانخلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب