Homeخبرونههرات کې د« اخلاقي فساد» په تور د ۵ تنو د نيولو...

هرات کې د« اخلاقي فساد» په تور د ۵ تنو د نيولو خبر ورکړل شو

تاند:( شنبه، د جدي اتلسمه) په هرات کې د طالبانو چارواکو ادعا کړې، چې ۵ تنه يې د « اخلاقي فساد» په تور نیولي دي.

په هرات کې د طالبانو د امنيه قومندانۍ په يوه اعلاميه کې ويلي، چې دغه کسان یې د هرات ښار په اوومه حوزه کې نیولي دي.

د‌ سرچينې د معلوماتو له مخې، په نيول شویو کسانو کې ۳ تنه يې نارينه او ۲ نورې يې ښځې دي.

په نيول شویو کسانو تور لګول شوی، چې په بالفعل ډول د « اخلاقي فساد» په تور نیول شوي او عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

د نيول شويو کسانو نظر په دې اړه نه دی معلوم.

د طالبانو د داسې نيونو په اړه د بشري حقونو فعالان انديښمن دي او تر ډېره يې داسې نيونو ته د خپلو مخالفانو خلاف د دسيسو جوړولو پلمې ګڼي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...