یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد کابل پوهنتون استاد فيض الله جلال ط نیولی

د کابل پوهنتون استاد فيض الله جلال ط نیولی

تاند:( شنبه، د جدي اتلسمه) راپورونه وايي، چې د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاد فیض الله جلال نن د طالبانو له لوري نیول شوی.

ځينو خبري رسنيو ويلي، چې د جلال کورنۍ ورته د نوموړي د نیول کیدو خبر ورکړی.

د فيض الله جلال په نوم د ټویټر په يوه اکونټ کې هم یوه کس، چې ادعا یې کړې د فیض الله جلال لور ده او مهسا جلال نوميږي، د نوموړي د نیولو خبر تاييد کړی.

په دغه اکونټ کې لیکل شوي، چې طالبانو ښاغلی جلال نن غرمه مهال له خپل کوره تر وهلو ټکولو وروسته بیولی دی.

طالبانو د نوموړي د نیول کیدو په اړه څه نه دي ويلي.

فيض الله جلال، چې د سياسي چارو د کار پوه په توګه په افغاني رسنيزو بحثونو کې ډېر مطرح و، څه موده مخکې یې د طالبانو د سیاسي دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم وردګ سره په یوه بحث کې خبرې ډېرې توندې شوې وې.

فیض الله جلال د طالبانو له واکمنۍ څخه مخکې د دوی له پلویانو و، خو له واک ته رسېدو وروسته یې پرې توندې نیوکې کولې.

4 COMMENTS

  1. دغه لیونی پاپولیست متعصب او د پښتنو د فرهنګ ضد مغرور متکبر ادمک ته درس ورکول پکار دي.
    ‌‌‌‌‌‌ډېر ښه یې کړي دي، دغسي کسان که په غربي ټولنه کې هم و غرتیږي، پوښتنه ورڅخه کیږي.

  2. استاد جلال نباید پدی ونیول شی چی له لنډی ملا نعیم سره یی جدی بحث کړی. هر څوک د انتقاد او جدی خبرو حق لری. د هغه په خبره نعیم لنډی په ریښتیا هم ګوساله غوندی دی. یو بی شعوره او جاهله انسان. طالب نباید داسی کار وکړی چی ټول د پوهنتون استادان مجبور شی چی پوهنتون پریږدی دا به د طالبانو یو قصدی عمل د پوهنتون د سقوط کولو لپاره.

  3. کومه تجربه او لیدنه چې زه یې لرم جلال یله تارو باطلو فتنګر انو لکه طاهر بدخشي ، بديعزمان،،سید عبید الله او نورو ستمیانو په دود يو ستمي دی ، دهغه او هغوی پښتانه بد السي او نه غواړي چې پښتانه قدرت ونیسي ، خو خره پښتانه درک نشی کولی ! جلال د غني په وخت کې د طالبانو پلوي کوله خو کله چې طالبان په قدرت راغلل نو د طالبانو ضد خبري او واضح تاجکبازی کوي ! د جلال له پښتنو او پښتو بد راځي لکه شلیته ښځه بغارې وهی !جلال دعوه د فروفیسري کوي خو خبر ې او منطق یې د يوو لوچک ستمي دي ! هرڅوک چې د یوو رژیم لپاره قربناي ورکړې وي نو هغوی ټولې چوکۍ خپلو نفروته درژیم دساتلو لپاره ورکوي او د لوړو چوکویو مقامونو خبرات فاسدو رشوتخورو ته نه ورکوي : ماخو داسې څوک ندي لیدلي چې له اشغاله وروسته فاتحین او غله ګډې چار ې سره اجرا کوی خو پښتانه بیغیرته د دیموکراسي په نوم د خرو په منځ کې پښتانه ټکوي ، جلال د پښتنو پا چایانو بدګوی د خراسان خبرې کوي او د پښتون ویش په لر اوبر د پاکستان او انګرېزي استعمار توره کرښه دیورند د پښتنو په منځ کې‌قانوني او یو حقو قی بولي …

  4. fizullah jalal was too much and unlimited. out of control
    he though I am the only one.
    BECAUSE HE WAS PUNJSHEERY.
    TALIBS MUST KEEP HIM UNDER CONTROL.
    EQUAL RIGHTS FOR EVERY ONE NOT SPECIAL FOR PUNJSHEERY.
    doctor sahib ashrafghani was much nice president.
    jalal was against ghani too.
    we will see talibs are scary or not from punjsheery
    thank you

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب