Homeخبرونهط چارواکي:کونړ کې ډيورنډ کرښې ته څېرمه ۳۲ پوستې جوړوو

ط چارواکي:کونړ کې ډيورنډ کرښې ته څېرمه ۳۲ پوستې جوړوو

تاند:( شنبه، د جدي اتلسمه) پر ډيورنډ فرضي کرښې د پاکستان او طالبانو د ناندريو له زیاتیدو سره، په ختیځ کې طالب چارواکي د کونړ په څلورو ولسوالیو کې ډیورنډ کرښې سره په صفري نقطه کې د ۳۲ پوستو د جوړولو خبر ورکوي.

په ختیځ کې د طالبانو د سرحدي ځواکونو مشر مولوي ثنا الله سنګين وويل، چې د دې پوستو له جوړېدو سره به د پاکستاني ملیشو له‌خوا د هر ډول تاسیساتو د جوړولو مخه ونيسي.

هغه دا هم وويل، چې د یادو پوستو له جوړیدو سره به پاکستان ته پر وخت د ممکنه بریدونو ځواب ويل شي.

د مولوي ثناالله سنګین د معلوماتو له مخې، په صفري نقطو کې یې د يو شمېر پوستو د جوړیدو چارې عملآ پیل کړي هم دي.

د طالب سرحدي قوماندان په خبره، تازه يې د کونړ ناړۍ، دانګام، شلتن، مرورې او اسمار ولسوالیو څخه، چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه موقعيت لري، ورغلی او د نويو جوړیدونکو پوستو سیمې یې پکې مشخص کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې د پاکستان د ملي امنيت سلاکار معيد يوسف د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ په نيږدې وخت کې کابل ته په سفر راشي.

ويل کيږي، چې هغه به د نورو موضوعاتو ترڅنګ د ډیورنډ کرښې په اړه د طالبانو او پاکستان پر ناندريو له طالب چارواکو سره وغږيږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...