یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهانس حقاني د مشهور شاعر پیر محمد کاروان لیدو ته ورغلی

انس حقاني د مشهور شاعر پیر محمد کاروان لیدو ته ورغلی

تاند:( شنبه، د جدي اتلسمه) د طالبانو د حقاني شبکې یو مهم مشر انس حقاني، چې خپله هم شاعر دی، پرون د افغانستان په سویل ختیځ ولایت خوست کې د پښتو ژبې د مشهور شاعر او ليکوال پير محمد کاروان د لیدو لپاره د هغه کور ته ورغلی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو تبليغاتي مبلغينو له ښاغلي کاروان سره د انس حقاني د لیدنې عکسونه خپاره کړي او د دې کار ستاينه يې کړې ده.

انس حقاني په خپله ټويټر پاڼه کې د یوه دغه عکس له ریټ ویټ کولو سره لیکلي، چې ښاغلی کاروان د افغانستان یوه ستره هستي ده.

خپله ښاغلي کاروان په دې اړه تراوسه کومه تبصره نه ده کړې.

طالبان په ایډیالوژيک لحاظ له فرهنګ او ادبیاتو سره چندان جوړ نه دي، خو د ځوان نسل يو شمېر کسان يې دې برخې سره ځان لېواله ښيي.

دا لومړی ځل ګڼل کېږي، چې يو طالب مشر د یوه غیر طالب او مشهور افغان فرهنګي شخصيت کور ته د هغه د لیدنې لپاره ورځي.

طالبان په عام ډول ځانونه د ټولنې په ټولو قشرونو لوړ ګڼي او ځانته د درناوي او اطاعت تمه ورڅخه لري.

د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې څو عادي طالب جنګیالیو چې ممکن سواد به یې هم نه درلود، د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د یوه دارالمعلمين په پرانيستغونډه کې د افغانستان مشهور فرهنګي شخصيت استاد محمد آصف صميم ته د وینا پر مهال يې په غوږ کې د نرم غږيدو امر وکړ.

وروسته دوی له دې امر څخه د استاد صميم د نه اطاعت له کبله ځان سره وړی او بندي کړی و، چې د خلکو له توندو اعتراضونو وروسته بیرته خوشې شو.

2 COMMENTS

  1. د حقانی دی کور اباد وي چې د قدرمنو قدر ته ورغلی دی! کاروان په رښتیا زمونږ لویه هستی ده!

  2. مونږ هر وخت ښو ته ښه ویلی دی دی کار د انیس حقانی محبوبیت په خلکو کی زیات کړ داسی انسانی کارونه او خپلو خلکو ته احترام کول په مونږ فرض دی خقانی ته بریالیتوب غواړو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب