یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهروسیه: د قزاقستان په ګډوډۍ کې افغانستان مېشتي بهرني جنګيالي لاس لري

روسیه: د قزاقستان په ګډوډۍ کې افغانستان مېشتي بهرني جنګيالي لاس لري

تاند:( شنبه، د جدي اتلسمه) د روسیې د فدراسیون شورا مرستيال کنستانتین کاساچف وايي، چې د قزاقستان د وروستۍ ګډوډۍ په رامنځته کوونکو کې هغه جنګيالي هم شامل وو، چې په افغانستان او منځنۍ اسيا کې یې فعالیتونه لرل.

د هغه په وينا، یاده موضوع له همدې کبله د قزاقستان کومه داخلي موضوع نه، بلکې« د ټولو لپاره ګواښ» دی.

قزاقستان کې حکومت ضد اعتراضونه د سون توکيو د ګرانیدو په غبرګون کې له نيږدې يوې اونۍ راهيسې پیل شول.

قزاقستاني چارواکو په دې ترڅ کې له روسیې څخه د سوله ساتو ځواکونو د استولو مرسته وغوښته، چې روسېې ومنله او دغه هېواد ته یې خپل ځواکونه واستول.

قزاقستان د روسیې له نفوذي او تر کنټرول لاندې هېوادونو څخه دی او په ډېرو برخو کې يې د سياستونو تابع دی.

يو شمير سياسي شنونکو هم ويلي، چې افغانستان کې پناه لرونکي بهرني او سخت دريځه اسلامي جنګيالي د قزاقستان په تازه ګډوډۍ کې لاس لري.

طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو په يوه اعلاميه کې يې د خبرو او سوله ییزې له لارې د قزاقستان د ستونزې په حل ټینګار کړی دی.

د طالبانو له واکمنیدو سره روسیې او خپله ولسمشر یې ولادیمیر پوتین په ځلونو د افغانستان له خاورې د منځنۍ اسيا هېوادونو ته د ګواښونو خبر ورکړی و.

پوتین په يوه وينا کې ويلي و، چې تر دوه زرو پورې یوازې داعش جنګیالي له منځنۍ اسيا سره د افغانستان په ګډه پوله کې پراته دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب