جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه امریکا کې د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره واکسین جوړ شول

په امریکا کې د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره واکسین جوړ شول

تاند (سې شنبه، د ثور۳۰) د امریکا په متحدو ایالتونو کې د درمل جوړونې یوه شرکت (مودرنا) د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره یې واکسین جوړ کړي دي.

د دې کمپنۍ د راپور له مخې، واکسین یې پر یو شمېر رضاکارو ازمویلی او نتیجه یې بشپړه بریالۍ ده.

دا لومړني واکسین دي چې د کورونا وایرس پر ضد پر انسانانو تجربه کېږي او پایله یې مثبته ده.

تر دې وړاندې پر ګڼو واکسینونو تجربه شوې خو نتیجه یې هغسي ثابته شوې نه ده چې باید وای.

مودرنا شرکت وايي، دا واکسین چې دوی جوړ کړي دي، د دې سبب کېږي چې واکسین کوونکی په کورونا اخته نه شي.

د مودرنا شرکت رييس سټېفن بانسل د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، دا واکسین، چې (mRNA-1273) نومول شوي، تر ډېره حده خلک په کورونا وایرس له اخته کېدو ساتي.

د مودرنا شرکت له لوري د دې واکسین له اعلانېدو وروسته د دغه شرکت د ونډو ارزښت په سلو کې ۲۰ لوړ شو. همداراز د مسافرتي شرکتونو او هوايي شرکتونو ونډې وختلې.

د کورونا وایرس له کبله د هوايي شرکتونو ونډې خورا زیاتې ولوېدې ځکه چې څوک سفر ته زړه نه شي ښه کولی.

د مودرنا شرکت له لوري جوړ شوي واکسین دوه ډوله نتیجه لرلې ده. لومړی هغه کسان، چې دا واکسین وکړي، په کورونا وایرس نه اخته کېږي خو که وایرس ولري نورو ته یې انتقالولی شي، دوهم نه په خپله پر واکسین کوونکي وایرس اغېز کوي او نه له هغه څخه بل ته وایرس سرایت کوي.

دا شرکت وايي چې د ۱۸ او ۵۵ کلونو ترمنځ یې پر یو شمېر رضاکارو یا داوطلبانو واکسین ازمویلی او ورته څرګنده شوې چې د کورونا وایرس په وړاندې د هغوی معافیت یا دفاعي سیستم (انټي باډي) پیاوړی شوی دی.

له دې سره په یو وخت د امریکا د کلیفورنیا یوې کمپنۍ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د کورونا وایرس د درملنې لپاره یې درمل جوړ کړي دي.

فاکس نیوز چاینل د راپور له مخې، د کلیفورنیا په سن دييګو کې (Sorrento Therapeutics) کمپنۍ ادعا کوي د دوی (STI-1499) انټي باډي سل په سلو کې کورونا وایرس نه پرېږدي چې د انسان روغو حجرو ته ننوځي.

دا کمپنۍ د نیویارک د (Mt Sinai School of Medicine) له طب پوهنځي سره په ګډه کار کوي چې دا انټي باډي له ګڼو نورو سره یوځای کړي او د ټولو له ګډولې درمل جوړ کړي.

سورنیتو (Sorrento) کمپنۍ په یوه خبرپاڼه کې وویل، په میاشت کې تر ۲ لکه ډوزه پورې انټي باډي جوړولی شي.

د کورونا له خپرېدا سره سره ځینې هیوادونه بندیزونه نرموي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب