جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد کورونا له خپرېدا سره سره ځینې هیوادونه بندیزونه نرموي

د کورونا له خپرېدا سره سره ځینې هیوادونه بندیزونه نرموي

تاند (دوشنبه، د ثور۲۹) په داسې حال کې چې هر ورځ په لسګونه زره کسان په کورونا وایرس اخته کېږي او زرګونه ورڅخه مري، یو شمېر هیوادونو د دې وایرس د خپرېدا د مخنیوي لپاره بندیزونه نرم کړي دي.

تر نن دوشنبې پورې په نړۍ کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر تر ۴ ملیونه او ۸ لکو اوښتی او تر ۳ لکه ۱۶ زره ډېر ورڅخه مړه شوي دي.

د اروپا او اسیا په هغو هیوادونو کې چې د کورونا وایرس پېښې پکې تر ټولو زیاتې وې، قرنطین یا ګرځبندیز په تدریجي ډول کمېږي خو د امریکا د متحدو ایالتونو په ډېرو برخو کې له دې سره سره بندیزونه نرم شوي چې خبرداري ورکول کېږي چې لا دا وبا کنټرول شوې نه ده.

په فرانسه، ایټالیا او یونان کې د ژوند د چارو د عادي کېدو د نښې په توګه سمندرغاړې پرانستل شوي خو لا هم په ډېرو ځایونو کې پیتاوي یا د لمر حمام ته اجازه نه ورکول کېږي.

د نړۍ په یوه بله برخه کې د نیوزیلنډ صدراعظمې ته، چې غوښتل یې یوې کافي ته لاړه شي، په دې خاطر د ننه وتو اجازه ورنه کړای شوه چې د کورونا وایرس د نه خپرېدا په خاطر په کافي کې محدود شمېر کسانو ته د کښېناستو اجازه وه.

په جرمني کې، د دغه هیواد د فوټبال لیګ؛ بوندسلیګه د شنبې په ورځ په داسې لوبغالي کې لوبې پیل کړې چې نندارچیان یې نه لرل. په همدې ورځ زرګونه جرمنیانه د کورونا وایرس په خاطر د بندیزونو پر ضد د اعتراضونو لپاره راووتل.

په اروپا کې اکثرو هیوادونو په اقتصاد پورې یو شمېر اړوندې برخې پرانیستي او د کورونا وایرس د نویو پېښو، له دې کبله د بستر کېدو او مړینو د کمېدو شاهدان دي.

اروپا په نړۍ کې یوه له هغو سیمو څخه وه چې دا وبا پکې ډېره خپره شوه او تر یولکو ۵۲ زره زیات کسان پکې مړه شول.

د ایټالیا صدراعظم ګیوسپر کونتې پرون ومنله چې د اقتصادي فعالیتونو له پیلولو سره دا خطر تړلی دی چې د کورونا وایرس څپه بیا راشي، خو یادونه یې وکړه چې حتي سره له دې چې د کرونا وایرس لپاره لا واکسین جوړ شوي نه دي، باید ویې زغمي.

ایټالیا په نړۍ کې یو له څو هغو هیوادونو څخه دی چې کورونا وایرس سخت ځپلی دی او تر ۳۱ زره زیات کسان پکې د دې وایرس له کبله مړه شوي دي.

خو له څو اوونیو بندیزونو وروسته په دې هیواد کې د کورونا نوې پېښې خورا کمې شوي دي.

جرمني له دوو میاشتو وروسته پرون له لوګزامبرک سره خپله پوله پرانیسته. همداراز یې له سویس، فرانسې او اتریش سره د سفر اکثره محدودیتونه لېرې کړل خو خپلې ټولې پولې به په بشپړ ډول د راتلونکي جون په نیمايي کې پرانیزي.

که څه هم په درسته نړۍ کې د کورونا وایرس له کبله ۳ لکه ۱۶ زره ۵۲۹ تنه مړه شوي، ۴ ملیونه او ۸۲ زره ۵۲۹ پرې اخته شوي دي خو باور دا دی چې د مړینو او په دې وایرس د اخته کسانو شمېر به تر دې خورا ډېر وي.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې، چې تر بل هر هیواد ډېر کسان پکې په کورونا اخته شوي یا مړه شوي، ځینې ایالتونه بندیزونه په تدریجي ډول نرموي خو له دې سره سره تر اوسه داسې نه ښکاري چې په امریکا کې دې دا وایرس کنټرول شوی وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب