جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهروسیې، چین، ایران او پاکستان د بین الافغاني خبرو د ژر پیلېدو...

روسیې، چین، ایران او پاکستان د بین الافغاني خبرو د ژر پیلېدو غوښتنه وکړه

تاند (دوشنبه، د ثور۲۹) روسیې، چین، پاکستان او ایران په یوه ګډه اعلامیه کې د افغانانو ترمنځ هراړخیزې خبرې د افغانستان د ملي پخلاینې او د دغه هیواد د اوږدې کشالې د پای ته رسېدا یوازینۍ چټکه لار وبلله.

د چین، روسیې، پاکستان او ایران ځانګړو استازو نن د ویدیوکنفرانس له لارې د افغانستان پر انکشافاتو خبرې وکړې.

دوی د ولسمشر اشرف غني او پخواني اجراییه ريیس عبدالله ترمنځ د سیاسي جوړجاړي د هرکلي ترڅنګ هیله څرګنده کړه چې دا تحول به د بین الافغاني خبرو د پیلېدو سبب شي.

دوی همداراز د افغانانو په مشرۍ او مالکیت پر خبرو د ټینګار په ترڅ کې ویلي چې یوازې د خبرواترو له لارې د افغانستان شخړه پای ته رسېدای شي.

له موافقې سره سم، عبدالله عبدالله د مصالحتي شورا ريیس ګومارل شوی دی. د دې شورا جوړېدا به له طالبانو سره د خبرو لار پرانیزي.

د روسیې، چین، ایران او پاکستان استازو په خپله اعلامیه کې ویلي «د طالبانو په ګډون له ټولو قومي ډلو او سیاسي ګوندونو غواړو چې د بین الافغاني خبرو د ژر تر ژره پیلېدو په خاطر له شرایطو استفاده وکړي.»

دوی همداراز ویلي «په لنډه راتلونکې کې هراړخیزې او تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره د افغانستان ملاتړ کوي.»

دوی دا هم ویلي، د هغو تحولاتو عواقب، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو سبب کېږي، له نژدې څاري. له بهرنیو قواوو غواړي په منظم او مسوولانه ډول ووځي؛ په داسې ډول چې په افغانستان کې ستونزې پېښې نه شي.

روسیې، چین، ایران او پاکستان د ټولو بندیانو د خلاصون ملاتړ کړی او هیله یې ښکاره کړې چې د ملګروملتو د امنیت شورا ۲۵۲۰ نمبر پرېکړه لیک عملي او رعایت شي.

څلور هیوادونو په درسته نړۍ کې د ملګروملتو د سرمنشي له لوري د اوربند د اعلانولو د نوښت د ملاتړ ترڅنګ ویلي چې د ښکېلو افغان خواوو د موافقې پر اساس په ټول افغانستان کې د همزمانه اوربند غوښتنه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب