دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهبشرا ګوهر: پر ډيورنډ کرښه تازه ناندرۍ نمایش او ط ته د...

بشرا ګوهر: پر ډيورنډ کرښه تازه ناندرۍ نمایش او ط ته د ملي باور جوړولو هڅه ده

تاند: (سې شنبه، د‌ جدي څوارلسمه) د پاکستان د پارلمان پخوانۍ غړې او مشهورې سياستوالې مېرمن بشرا ګوهر د ډيورنډ کرښې د اغزن تار په اړه د طالبانو او پاکستان پر وروستيو ناندريو غبرګون وښود.

مېرمن ګوهر وايي، پاکستان پر طالب ترهګرو ستراتيژيکه پانګونه کړې او طالبان د پاکستان وفادار نيابتي جنګيالي دي.

بشرا ګوهر يوې پاکستاني رسنۍ ته ويلي، طالبان د پاکستان له اجازې او امر پرته د ډيورنډ کرښې اغزن تار ته لاس هم نه شي ور وړلی.

مېرمن ګوهر باور لري چې د دغه اغزن تار په اړه د طالبانو او پاکستان ترمنځ جعلي او پلان شوې ناندرۍ په دې موخه پيل شوي څو طالبانو ته چې د مېرمن ګوهر په خبره يوه ترهګره ډله ده، ملي باور او اعتماد پیدا کړي.

د طالبانو د دفاع وزارت وياند عنايت الله خوارزمي پرون ويلي و چې پاکستان پر ډيورنډ کرښې د اغزن تار د لګولو حق نه لري.

د هغه په وينا، دغه تار د کرښې دواړو غاړو ته مېشت يو قوم سره بېلوي او په اصولي او منطقي لحاظ ناسم عمل دی.

د طالبانو دغه وياند دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې په وروستيو څو ځله د افغانستان له مختلفو سيمو د طالبانو له خوا پر ډیورنډ کرښې د اغزن تار د شلولو خبر ورکړل شوی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي پرون ژمنه وکړه چې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره به له افغانستان سره په «پوله» کې د ازغن دېوال جوړولو ته دوام ورکړي.

هغه په یوه خبري غونډه کې وویل، پاکستان له طالبانو سره خبرو ته دوام ورکوي چې د ازغن دېوال د تېرولو پر سر د دوو خواوو ترمنځ نه پوهاوی له دیپلوماتیکې لارې حل کړي.

د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر لومړي مرستيال امر الله صالح بيا ويلي، چې د پاکستان او طالبانو دغه ناندرۍ نمایشي او غولوونکی دي، څو په افغانستان کې د پاکستان د لاسپوڅې ادارې په اړه عامه ذهنیت غلط او وغولوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب