دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهطالبانو د جامو د پلورنځیو د مانکنونو سرونه پرې کړل

طالبانو د جامو د پلورنځیو د مانکنونو سرونه پرې کړل

تاند(سې شنبه، د جدې ۱۴مه) طالبانو د خپلو عجیبو او غریبو اقداماتو په لړ کې د جامو پلورنځیو ته ویلي چې د مانکنونو سرونه پرې کړي ځکه چې که سر ولري د دوی شریعت ته زیان پېښوي.

د کابل او هرات په شمول په یو شمېر ښارونو کې په دوکانونو کې د جامو د نندارې لپاره مانکنونه اېښودل شوي چې د جامو رانیوونکي هغو ته په کتو د ځان لپاره کالي انتخاب کړي خو طالبان چې له ښاري ژوند او مدنیت سره ډېر بلد نه دی، فکر کوي چې دا مجسمې دي او ممکن د دوی دین کمزوری کړي.

په هرات کې دوکانداران وايي چې د امربالمعروف وزارت ورته ویلي چې د مانکنونو سرونه پرې کړي.

خو دوکانداران وايي چې هر مانکن یې له لس تر ۲۰۰ ډالره اخیستی دی نو که یې سرونه پرې کړي، مالي تاوان به وکړي.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویدوګانو کې ګڼ شمېر سرپرې کړې مانکنونه لیدل کېږي.

د اسلام په نامه د طالبانو اکثره اقدامات په بل هیڅ اسلامي هیواد کې نه دي لیدل شوي. تېره میاشت د پاکستان صدراعظم عمران خان د اسلامي همکارۍ سازمان په کنفرانس کې د طالبانو د اعمالو د توجیه کولو لپاره د مثال په توګه د نجونو د تعلیم یادونه وکړه او ویې ویل چې طالبان د پښتنو د قبیلوي دود- دستور له مخې نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکوي.

طالبانو په نوي یمه لسیزه کې د خلکو زرګونه تلویزیونونه، ټایپونه، همداراز بې شمېره کسټونه، تاریخي مجسمې، عکسونه او انځورونه ویجاړ کړل چې ګنې د اسلام او شریعت خلاف دي خو اوس په خپله په تلویزیونونو کې مرکې کوي او خپل عکسونه خپروي. د چارو کتونکي وايي څو لسیزې نورې پکار دي چې طالبان د تمدن له نورو مظاهرو سره څه نا څه بلد شي او د شریعت خلاف یې ونه بولي

 

2 COMMENTS

  1. ډیر د افسوس ځای دی، چې نن د باجوه ګینګسټران په دې وطن کې څه ناکارې کوي، خو دا ټول د دغه بې ننګه شمالي والو د لاسه دا نظام تل کمزوری و، لکه ډاکټر عبدالله، عطانور محقق او امثالهم چې د قانون حاکمیت یې تر پخو لاندې کولو !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب