پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهد ولسمشر وروستي وياند صديق صديقي ځانته منسوبې وروستۍ څرګندونې رد کړې

د ولسمشر وروستي وياند صديق صديقي ځانته منسوبې وروستۍ څرګندونې رد کړې

تاند:( شنبه، د‌ جدي يوولسمه) ‏د ولسمشر غني وروستي وياند او د جمهوري نظام د سقوط پر مهال د کورنيو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ مرستيال صديق صديقي د نظام د سقوط په اړه ده ته منسوب شوې څرګندونې رد کړې.

له څو ورځو راهيسې يو متن د نوموړي په حواله، په ټولنیزو رسنیو کې خپریده، چې ولسمشر غني ته پکې سپکونکي الفاظ او توندې نیوکې مطرح شوې وې.

صديق صديقي په خپله رسمي ټویټر پاڼه کې لیکلي، چې دغه څرګندونې دروغ او ده پورې اړوندې نه دي.

صدیقي دا هم ويلي، چې په تېرو څو مياشتو کې يې نه له کومې رسنۍ او نه خبریال سره مرکه کړې او نه یې په ټولنیزو رسنیو کې خپل کوم نظر څرګند کړی.

د جمهوري نظام يو شمېر چارواکو په وروستيو کې په ښکاره د نظام د سقوط ټوله ملامتي پر ولسمشر غني اچوي او توند تورونه ورباندې پورې کوي.

د ولسمشر پلويان بيا، چې تر ډېره عام خلک او ځوانان دي، د هغه پخواني مامورين د داسې څرګندونو له کبله نمک حرامه، خاینان او سپک خلک بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب