پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهد زابل د حج او اوقافو مخکينی رییس بندي او د‌ جوماتونو...

د زابل د حج او اوقافو مخکينی رییس بندي او د‌ جوماتونو سلګونه امامان ګوښه شول

تاند:( شنبه، د‌ جدي يوولسمه) د طالبانو د تصفيې کميسيون په زابل کې د حج او اوقافو پخوانی رییس ‏مولوي عبدالروف نیولې او بندي کړی دی.

په ځینو راپورونو کې د هغه د نیول کیدو دليل د جمهوري نظام پر مهال د طالبانو پر ضد څرګندونې ګڼل شوي ډ

ځینې نور راپورونه بيا څرګندوي، چې نوموړی د طالبانو لیکو ته ننوتی و او د دوی د لیکو د تصفيې کميسيون په دې دليل نيولی، چې د نا مطلوبه کس په توګه یې له خپلو لیکو وباسي.

د طالبانو دا او دې ته ورته نور اقدامات د عمومي بښنې په اړه د دوی د اعلان سرغړاوی ګڼل کېږي.

 

طالبانو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي.

بل لور ته: له شمالي ولايتونو څخه راپورونه وايي، چې د لسګونه هغو جوماتونو ملا امامان طالبانو له دندو ګوښه کړي، چې د حج او اوقافو رياست اړوند دي او دغه وزارت نه مخکې هم معاشونه ورکول کیدل.

د فارياب پخواني والي نقیب الله فایق ویلي، چې د فارياب او شاوخوا ولایتونو سلګونه ملا امامان‌‌ په دې لړ کې ګوښه او پر ځای یې د طالبانو ملا امامان ټاکل شوي.

د څو نورو ولايتونو د حج او اوقافو وزارتونو اړوندو ملا امامانو تاند ته وويل،‌ چې يا له دندو ځواب شوي او يا د ځواببدو په تمه دي.

د حج او اوقافو وزارت یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، تاند ته ويلي چې د طالبانو دا پلان به ټول هېواد کې عملي او مخکیني ملا امامان له دندو ګوښه کیږي.

سرچينې دا هم وويل، چې په دې برخه کې استثنا هم شته، یانې هغه ملا امامان‌ چې د جمهوري نظام خلاف یې د طالبانو په پلوۍ تبلیغات کول، نه یوازې دا چې په دندو به پاتې وي، بلکې ارتقا به ورکول کېږي او مهمې دولتي وظيفې به هم تر لاسه کوي.

طالبانو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب