پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني وايي چې تحميل شوي چارواکي او جنګسالاران اول سقوط شول

ولسمشر غني وايي چې تحميل شوي چارواکي او جنګسالاران اول سقوط شول

تاند:( یکشنبه، د جدي دولسمه) د افغانستان بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني د جمهوري نظام له سقوط وروسته په خپله لومړنۍ مرکه کې له خپلې اعلی سر قوماندانۍ څخه دفاع کړې او ويلي، چې په سقوط کې د تحميل شویو امنيتي چارواکو او پخوانيو جنګسالارانو رول زیات و.

ښاغلي غني په دې مرکه کې په دې اړه وويل: کندهار کې امنیه قوماندان ما وټاکه او که پر ما تحمیل شو؟ ټول منطقوي ځواکونه، محلي پولیس او ولسي پاڅون کوونکي او نور د محلي بانفوذه اشخاصو په واسطه ایجاد شول که نه؟ اول چا سقوط وکړ؟ همدوی.

ولسمشر غني په مشخص ډول د چا نوم نه دی اخیستی.

د جمهوري نظام په وروستيو ورځو کې د امريکا د ولسمشر په فشار اشرف غني مجبور شو، چې بسم الله محمدي د ملي دفاع وزارت سرپرست وټاکي.

پر بهرنيو فشارونو سربېره، په کور دننه ګڼ سیاستوال او ډلې په امنيتي او دفاعي سکتور کې د خپلو سهمونو لرونکي وو.

د جنګسالارانو موضوع که څه هم ولسمشر غني نه ده روښانه کړې، خو د طالبانو خلاف نیږدې ټولو مشهورو جنګسالارانو لکه: اسماعيل خان، عبدالرشېد دوستم، عطا محمد نور، محمد محقق، احمد مسعود، جمعه خان همدرد او ګڼو نورو د هېواد په مختلفو سيمو کې وسلې واخيستې، مګر تر ټولو مخکې همدوی سقوط او له هېواده وتښتېدل.

2 COMMENTS

  1. خاینه دا شکل دې بد ښکاري. ستا زرګل لیوني غلطې فیصلې افغانستان بیرته سفر ته بوت. ته رزیل خو زوړ یې مګر د شخصې مفاد او غلا لپاره دې افغانان د پاکستان لاس ته ورکړل. تاریخ کې به دې نوم د لوی خاین او مفسد په نوم ځلیږي. لعنت په تا.

  2. ریښتیاهم نظام دعبدالله ډلې – جنګسالاران چې په زور یې چوکۍ غصب کړې وې اوهغه پخوانیو مفسدو تنظیمیانو کندې ته ور غوزار کړ – هم یې ‌ډبلې تنخواوې اخیستې او هم یې نظام تخریباوو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب