تاند:( شنبه، د جدي يوولسمه) د طالبانو د امارت وياند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستيال ذبيح الله مجاهد د ښځينه وو د زده کړو په اړه د پاکستاني صدراعظم عمران خان د پارونکو څرګندونو دفاع وکړه.
مجاهد د ګلبدین حکمتیار له بریا ټلویزیون سره د مرکې پر مهال وويل، چې عمران خان بده خبره نه ده کړې او نه بايد دومره غبرګونونه ور وښودل شي.
د هغه په وينا، عمران خان يوازې د ډیورنډ کرښې په دې غاړه کې نه، چې د پاکستان تر کنټرول لاندې هغې غاړه کې هم د ښځينه وو له زده کړو سره د قبایلي سیمو د خلکو له حساسيت څخه يادونه کړې وه.
ذبیح الله مجاهد د پاکستاني صدراعظم د خبرو پر تاییدولو سربېره زياتوي، چې د ډیورنډ کرښې په دې غاړه کې قبایلي خلکو په ډله ییزه توګه د ښځينه وو د مکتب جوړولو مخالفت کړی دی.
طالب وزير له دې سره هيله مندي ښيي، چې دا وضعيت بدل شي.
د پاکستان صدراعظم يادې څرګندونې څه موده مخکې په اسلام اباد کې د افغانستان د بشري ناورين په اړه د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان د جوړې شوې غونډې پر مهال وکړې.
د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون يو شمېر سياستوالو او په پراخه کچه افغانو د عمران خان دغه څرګندونې د افغانستان سپکاوی او په کورنيو چارو کې لاسوهنه وګڼله.
دا خو واضحه خبره ده چې د مور د میړه خبره باید تاید شي. اشرف غنی ناخبره، خاین او مفسد فکر وکړ چې پدې تیښته به زه قهرمان یاد شم چې دې وحشیانو ته دولت پریږدم. مګر ددوی په راتلو یې نه یوازې افغانستان تورې کندې ته وغورزاوه او مړ یې کړ بلکې د پاکستان مستعمره یې هم کړ.
مجاهد صیب وروستي کلونه ټول لاهور اسلام اباد او کراچۍ کې د پاکستان د آی ایس آی په لمنې کې تیر کړی او اوس نشي کولې د خپل بادار پر ضد څه ووائي، که عمران خان هرڅه هلته ویلي وای ، مجاهد صیب هغه تائیدوه.
عمران خان ،اسلام آباد کې د ۵۷ اسلامی هیوادونو ته د طالبانو په استازیتوب خبری کول، اوس ټولو ته څرګنده ده چې عمران خان او قریشی په نړیوالو غونډو کې دطالبانو استازیتوب کوي.
طالبان دننه هیواد کې د نجونو د تعلیم او د میرمنو د کار محدودیتونه او ستونزی ټول اسلامی شریعت پوری تړي چې ګواکې د اسلامي مقررات دا اجازه نه ورکوي چې نجونې ښوونځي ته لاړ ښي او میرمنی کار وکړي پلانه ده ډینګانه ده ، خو هلته د ۵۷ اسلامی هیوادونو په غونډی کې بیا هم خپله ملا متقی او هم د طالبانو قیم عمران خان غونډی ته د اسلامی موضوعاتو پر ځای فرهنګي موضوعات رامنځ ته کړ، ځکه که هلته دوی داسی استدلال کړی وای چې اسلامی شریعت نجونو ته د زده کړی او میرمنو ته د کار اجازه نه ورکوي نو د ۵۷ اسلامی هیوادو استازی به په زغرده د دوی دې خبری مقابل کې عکس العمل ښکاره کوه ځکه هغوی ټول مسلمان دي او هر یو یی د طالبانو او عمران خان چې خپل کلمه نشي ویلی په اسلامي فقه او شریعت کې معلومات لري نو همدا وجه و چې غونډی کې عمران خان فرهنګې ستونزی رامنځ ته کړ او متقی صیب په غونډی کې د یوسف او زلیخا داستان پیل کړی و چې یو شمیر استازي مجبور شول د غونډی له تالاره ووځي.که د اسلام په نوم د دوي دا د خپل د ګیډی محدودیتونه واقعأ اسلامي وي ولی اسلامی کنفرانس کې له نورو ۵۷ اسلامی هیوادو له استازو سره یی مطرح نکړ هلته یې ولې فرهنګې ستونزی مطرح کړ حقیقت دا دی چې دا ټول طالباني مقرررات د اسلام د مبین دین سره هیڅ تړاو نلري او دوي د آی ایس آی په امر فقط غواړي زموږ هیواد د منځني پیړي د وخت په څیر یو وروسته پاتی هیواد وساتي او بس.