یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد پنجاب والي: د افغانستان اقتصادي بې ثباتي ترهګرو ته ګټه او...

د پنجاب والي: د افغانستان اقتصادي بې ثباتي ترهګرو ته ګټه او نړۍ ته فاجعه پېښوي

تاند: ( چار شنبه، د جدي اتمه) د پاکستان د پنجاب ایالت والي چوهدري محمد سرور خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې اقتصادي بې ثباتي به ترهګر پياوړي او نړۍ ته فاجعه وزېږوي.

نوموړي د پنجاب د مرکزي پوهنتون په یوه فراغت غونډه کې د وینا پر مهال بیا غوښتنه کړې، چې امریکا دې د افغانستان کنګل کړې بانکي زېرمه بیرته له کنګل څخه وباسي.

د پنجاب والي خبردرای ورکړ، چې که افغانستان ته بې قیدو شرطه نړیوالې مرستې وانه ستول شي، افغانان به له لوږې ومري.

دغه پاکستاني مقام ادعا وکړه، چې هېواد یې د افغانستان د سولې د هڅو په لومړۍ کرښه کې دی او په دې ډول د سیمې او نړۍ د ثبات لپاره کار کوي.

چوهدري سرور دا هم ویلي، چې امریکا او متحدینو یې افغانستان کې یو ځل ماتې خوړلې او نور نه باید افغانانو سره په دې اړه کش وګیر ولري.

د پاکستان د پنجاب والي د طالبانو له واکمنیدو وروسته نیږدې هره اونۍ څو ځله د افغانستان پر وضعیت خبرې او حتا د بهرنیو هېوادونو مهمو چارواکو سره ویني.

د پنجاب پر والي سربېره د پاکستان صدراعظم ، د بهرنیو چارو وزیر او د پوځ مشر هم په مسلسل ډول د افغانستان د وضعیت په اړه له بهرنیانو سره ویني او حتا په استازیتوب یې خبرې کوي.

دغه کار د افغانستان د خلکو او په سر کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي له توند غبرګون سره مخ شوی.

کرزي څه موده مخکې د پاکستان له صدراعظم عمران خان څخه په یوه تونده اعلامیه کې وغوښتل، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې ترڅنګ نور باید ځانته پر نړیوال سټېج د افغانستان په استازیتوب د خبرو او پریکړو حق ورنه کړي.

طالبانو بیا په دې اړه نیوکو او ادعاوو ته غبرګون نه دی ښودلی او د پاکستاني چارواکو څرګندونو ته یې ځواب نه دی ویلی.

3 COMMENTS

  1. د پنجاب هر کونې
    هر دلـه
    هر ديوس
    اوس دافغانستان مدافعی وکیلان دی ځکه چه همدوی اوس د افغانستان اصلې مالکان دی

  2. مونږ درته ویل چې خپل زمریان مه وژنئ ، د پنجاب شغالان او ګیدړې به مو وخوري .
    د حقاني د مدرسو چړیانو سترګې دوی ته مړې دي ، دوی به څنګه او په کومه خوله پنجاب ته ځواب ووایي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب