یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+ژوند | فهیم لمر

ژوند | فهیم لمر

کتاب: رنگونه او رازونه

د غره په شنه لمنه کې یوه ښکلې چینه ده. زه به تل هلته تلم او د طبیعت له انګازې څخه مې خوند اخیست. په فکرونو کې به ډوب وم. هر څه ښه ښکارېدل په ځانګړي ډول کله به چې باران وورید او د بوډۍ ټال به راڅرګند شو، چې شنه زرغونه به یې انځورکړه، ځان سره به مې وویل: چې د انسان ژوند هم د دغه شنې زرغونې په شان ښکلی، رنګ رنګ او لنډ دی.

یوه ورځ د چینې غاړې ته ناست وم، چې یو ملنګ راغی، له چینې څخه یې سړې اوبه وڅښلې. ماته یې وکتل، وویل: ځوانه ژوند داسې خوږ دی لکه د تندې پر وخت چې په سړو اوبو دې تنده ماته کړې.

دی هم د چینې تر غاړې یوې ډبرې ته کېناست او ډډه یې ووهله، په خیالونو کې ډوب شو او له لږ ځڼد وروسته د شپېلۍ پر غږ راویښ شو. سوکه یې وویل: دا غږ له کومه ځایه راځي. ورته ومې ویل: د غره په هغه بله ډډه کې د کلي شپون شپېلۍ غږوي. مسک شو، ورو يې وویل: ځوانه ژوند لکه شپېلۍ دی، څوک یې له ډېره غمه غږوي، څوک یې له ډېرې مینې غږوي او څوک یې له مستۍ نه غږوي. ژوند هم همدا شان دی، له دې حالاتو څخه خلاصون په کې نشته، خو څوک چې د ژوند په ښکلا پوه شي هغه یې له ساز نه خوند اخلي، څوک یې ساز ته نڅیږي، ځینې مستوي او ځینې بیا ژړوي.

د باران څاڅکی مې پر اننګو پرېوت، په اسمان کې شنه زرغونه جوړه شوه، دومره ښکلې وه، چې باوري یم، هیچا به هم سترګې نه وي ترې پناه کړې او هر انسان به یې په خپل مدار کې را ګیر کړی وي. په هر رنګ کې یې یوه بیله ښکلا نغښتې وه. الوتونکي هم له ډېري خوشالۍ څخه په اسمان کې نڅیدل او خپله نغمه یې زمزمه کوله. ټول طبیعت ته یې ښکلا ور بښلې وه. خو ګړۍ وروسته شنه زرغونه ړنګه شوه، شاوخوا مې ارامي خوره شوه.

لمر برېښېدو، سترګه پر سترګه نشوی ورسره کېدلی. په سپین سترګۍ یې دې سترګې خوړلې. ملنګ غږ وکړ، څنګه ښایسته شنه زرغونه وه، چې پر کتلو یې د انسان مړه جسم کې روح نڅېدله، ته پوهېږه چې دا شنه زرغونه د همدې لمر له نور څخه جوړه وه، خو اوس ورته ګوره د لمر نور ته په مستقیمه توګه حتا کتل هم نه کېږي. دا هم د ژوند د حالاتو په څېر ده، کله غم کله ښادي، کله ښایست کله بدرنګې، کله خندا کله ژړا. د دې په اورېدلو مې د شوپنهاور وینا را په یاد شوه، چې ویلي یې وو: 

«ژوند لکه د زربافتو توکى مخ او څټ لري. هغه ښکلا چې يې په مخ کې شته په څټ کې یې نشته. مګر د ټوټې (ټوکر) اوبدل (بافت) له مخ نه په څټ کې ښه ليدل کېږي.»

په ريښتیا چې ژوند همداسې دی. ځینې شیان انسان ته ښایسته برېښي، خو دومره هم په کې جمال نه وي‎؛ ځینې بیا د بدرنګۍ په مدار کې څرخېږي، خو په هغه اندازه بدرنګ نه وي.

دا په موږ انسانانو پورې تړاو لري، چې ژوند ته کومې جامې ور اغوندو او په کوم لید یې وینو او په کومو اړخونو یې ژور فکر کړو. ځینې وختونه داسې هم پېښيږي چې زموږ لید د دې وړتیا نه لري چې د ژوند ښکلي او بدرنګ اړخونه سره بېل کړو، مثلاً: د نور د انکسار پرته موږ نشو کولی، چې د نور مثبت اړخ یانې شنه زرغونه ووینو او د نور په جادو پوه شو، نو ښه خبره دا ده چې خپل ژوند کې کوشش وکړو د هر څیز د لیدو وړتیا پیدا کړو او وروسته له هغو یې وارزوو؛ تر څو یوه ښه پایله ورڅخه لاسته راوړو او خپل ژوند هغه شان سمبال کړو چې موږ یې غواړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب