یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+نوی ټیلسکوپ به نور مخلوقات کشف کړي؟

نوی ټیلسکوپ به نور مخلوقات کشف کړي؟

تاند- بالاخره دا اوونۍ (شنبې د دسمبر ۲۵) جیمز ویب فضايي ټیلسکوپ له مځکې څخه د یوه ستر ماموریت لپاره فضا ته ولېږل شو.

کابو یوه میاشت وروسته به دا ټیلسکوپ خپل اصلي منزل ته ورسېږي.

دا ټیلسکوپ د اروپا او کاناډا د فضايي ادارو په همکارۍ په ۹ ملیارد ډالره جوړ شوی او د شنبې په ورځ د اریان ۵ توغندي په وسیله فضا ته وتوغول شو او له یو ملیون مایل مزله وروسته به په خپل مدار کې ځای پر ځای شي.

ساینسپوهان د دغه ټیلسکوپ د ماموریت د نتیجو په اړه دوه ډوله نظرونه لري. یو شمېر هیله من دي چې جیمز ویب به بالاخره په نورو سیارو کې مخلوقات یا داسې ځای ومومي چې هلته ژوند ممکن دی خو ځینې نور بیا د نورو مخلوقاتو موندل د بشر لپاره په تاوان ګڼي.

د نړۍ یو نامتو فزیکپوه میچیو کاکو فکر کوي چې انسانان باید پردي (مخلوقات) ونه مومي او نه باید له پردو سره د تماس هڅه وکړي.

ده د جیمز ویب تر توغېدو مخکې په یوه مرکه کې وویل:«ژر به جیمز ویب ټیلسکوپ مدار ته ورسېږي او زرګونه سیارې به ووینو، له همدې کبله له یوه پردي تمدن سره زموږ د تماس احتمال زیات دی. زما ځینې همکاران باور لري چې موږ باید له هغو (مخلوقاتو) سره تماس ونیسو خو زه فکر کوم چې دا یو بېروونکی نظر دی.»

دی زیاتوي:«ښايي کله چې دوی کشف کړو دې ته ورته پیغام به ورولیږو چې موږ درځو او پردي به داسې تعبیر کړي چې راشئ پر موږ حکومت وکړئ. کله چې په دې خبرې کوو چې که په نورو سیارو کې ژوند ومومو نو به څه پېښ شي، ډېر اټکلونه کولی شو. د دې پر ځای راځئ د JWST په اړه ځینې کلیدي حقایق بیان کړو.»

جیمز ویب به د لمر په شاوخوا کې یو نیم ملیون کیلومتره لیرې د JWST په نقطه کې راڅرخي خو هابیل یا د ناسا مخکینی ټیلسکوپ له مځکې ۳۲۵ کیلومتره لېرې دی.

هابیل ساینسپوهانو ته له بیګ بانګه ۴۰۰ ملیونه کاله وروسته وخت تصویر ورکاوه، خو تمه ده چې جیمز ویب به دا واټن له بیګ بانګه تر سل ملیون کاله وروسته وخت ته رالنډ کړي.

تیوري دا ده چې بیګ بانګ ۱۳ ملیارده او ۸۰۰ کاله پخوا پېښ شوی او عالم رامنځته شوی دی.

JWST موږ ته دا امکان راکوي چې عالمونه په نویو طریقو او لا ښه ولیدلی شو او هغه سیارې ومومو چې د ژوند امکان پکې شته. د دې معنا دا ده چې موږ به په راتلونکو کلونو کې پردي ومومو.

که پردي یا نور مخلوقات ومومو موږ ته به یې ګټه څه وي؟ ممکن هغوی د امیب په شان وي، یا ښايي یوه داسې سیاره ومومو چې په هغې کې بوټي او ژوي غوړېږي خو مازغو یې لا وده نه وي کړې او دا احتمال هم شته چې هوښیار ژوندي ساري ومومو او ممکن ډیر خطرناک وي. په مځکه کې هر تمدن او هر ځواک هڅه کړې چې بل یو اېل کړي. زموږ د مځکې ۸ ملیارده انسانان تل د یو بل پښو ته کندې جوړوي.

همدا اوس زموږ په مځکه کې تر ۴۱ زره ډېر بوټي او ژوی له انقراض سره مخامخ دي نو څه تضمین شته چې د بلې سیارې هوښیار مخلوقات به په موږ رحم وکړي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب