«یو پټ غلی احساس دی چې ارام مې نه پریږدي» دا ځل زه هم خپله خاموشي ماتوم، ضمیر مې مجبور کړی یم، چې ځینې خبرې مې د لیک په شکل درته داسي وړاندي کړم.
جناب وزیر صیب!
دا چې تاسي له څه مودې چوپتیا وروسته یو دم په خپلو ځینو خبرو په هیواد کې دننه او بهر د ډیرو افغانانو احساسات راپاروئ او نه یوازې ستاسې خبرې وخت نا وخت د خلکو له توندو غبرګونونو سره مخ کیږي او د خواله رسنیو سر ټکی ګرځي، بلکې په دې سره تاسې د ځوانانو هیلې او خوبونه له خاورو سره خاورې کوئ.
جناب وزیر صیب! وطن باید ګران شي. بې له وطنه انسان تعریف نه لري. یوه خاوره وي چې ترې جوړېږې، او یوه خاوره به دې غېږ کې نغاړي. هېڅ شی ژوند دومره نه بې خونده کوي، لکه د وطن نا ارامي. ځینې وخت دې له وګړیو کرکه وشي، په داغ پسې داغ درکوي. دانه، دانه هیلې دې درنه اخلي. د امیدونو ستوري دې له مداره باسي، او د خوبونو څراغونه وژني. خو بیا هم همدا دې کور وي. همدا دې هستي نیستي وي. افغانستان باید ګران شي، که دا مینه نه وي، که دا مسوولیت نه وي موږ ورکېږو. موږ واقعا ناپدیده کېږو. موږ بې هېچا کېږو. موږ هېڅوک کېږو. دا د دنګو ونو او کاکه غرونو وطن مه نړوئ. دا ښار مه دوزخوئ. دې کوڅو کې بلاوې مه ویښوئ. موږ ساه اخیستو ته پرېږدئ، په تدریجي مرګ مو مه محکوموئ. حق یې لرو تر بل هر چا ډېر، د دمې، د سکون، د معطر شمال، د تازه هوا، د ډاډ، د باور، د کتاب، د قلم او تر ټولو مهم د سولې په فصا کې پاتې ژوند ته ادامه ورکړو.
وزیر صیب!
تاریخ کې ډیرو تهذیبونو له یو بله زده کړه کړې، زیاتره وخت پرمختللي هیوادونه وروسته پاتې هیوادونه نیسي، هلته خپل کلتور او روایات خپروي او نیول شوي هیواد د خپل تهذیب برخه ګرځوي. یوه سیاسي موخه یې دا ده چې نیول شوي ولسوته له اروایي پلوه د فاتح کلتور تسلط ومني، هغوی خپل مشران وګڼي او داسي فکر وکړي چې دوی یې مهذب کړي دي.
په دویم صورت کې بیا وروسته پاتې هیوادونه له خپل پرمختللي ګاونډي نه زده کړه کوي، چې هغوی په کومو لاملونو پرمختګ کړی دی، بیا هڅه کوي چې په هغه پوه شي، بېلګه او نمونه یې وټاکي او پرمختګ پرې وکړي. د دې پوهې یوه اسانتیا دا ده چې تقلید پکې کیږي، خو شعور لرونکي ولسونه بیا دې خبرې ته پام کوي چې د تقلید په دې لړ کې دوی خپلي تخلیقي وړتیاوې ورکې نه کړي او خپل کلتور بیخي پرې نه ږدي، دوی هڅه کوي د نورو تهذیب کې ځان په داسي طریقه ور واچوي چې د دوی خپله پیژندګلوي (هویت) ختمه نه شي.
په دې لړۍ کې موږ د جاپان بېلګه ګورو چې له خپل یو قوي ګاونډ چین څخه یې زده کړه وکړه، جاپان د چین تر اغیز لاندی راغی، لومړی جاپان له چینه تقلید وکړ او د هغوی په کلتور او روایاتو کې ښکیل شول، نه یې پرې څه ور زیات کړل او نه یې خپلې تخلیقي وړتیاوې وښودې، ځکه ځای په ځای ودریدل. خو دویم وار یې بیا د لویدیځ موډل خپل کړ، د دوی روایات یې راخپل کړل، دوی په دې نظر وو چې لویدیځ روایات او ادارې دې راخپلې شي او بیا دې پرمختګ خواته یون شي.
په دې خاطر جاپاني پوهانو، محصلینو او سوداګرو اروپا او امریکا ته سفرونه وکړل، د هغوی په نظام یې ځان پوه کړ، بیا یې پرې لیکنې وکړې او خپل خلک یې پرې خبر کړل چې ذهن یې وروزل شي. خو دا ځل یې پکې خپلې تخلیقي وړتیاوې هم وکارولې، خپل کلتور یې هم وساته ساینس، ټیکنالوجي او صنعت کې یې هم زیاتونې وکړې. په دې خاطر پکې د کمترۍ احساس پیدا نه شو، په ځان یې باور پیدا کړ او دا باور یې د ملي ویاړ لامل شو. اوس جاپان د ژوند په هره برخه کې پرمختګ کوي او لویدیځ یې د ځان سیال کړی دی. نو د دغو دوو پرمختللو هیوادونو د مثال ورکولو مې ځکه یادونه وکړه چې د چین غوندي هیواد چې له هره اړخه پر ځان بسیا دی، بیا هم جاپان له چین څخه په زده کړه پرمختک ونه شو کولای تر څو یې نورې نړۍ ته سفرونه مه وو کړي.
جناب وزیر صیب!
اوس تاسې چې د کوم هیواد یادونه کوئ، او له نورو هیوادونو څخه یې مهم ګڼئ ستاسې او په خپل فکر کې یوازې همدا هیواد د افغانستان لپاره کافي دی نو ایا تاسو ته معلومه نه ده چې هلته څه روان دي؟ تاسې هغه پاکستان یادوئ چې دا نیمه پیړۍ یې افغانان د خپلو دولتونو خلاف په افراطي روحیه روزلي، هغه پاکستان چې تیره شپه یې هم کونړ په توپ او هوان بمباروه، همغه هیواد چې د تورخم په بندولو یې لسګونه ټنه افغاني توکي خوسا کړل خو پاکستان ته یې داخل نه کړل تر څو خرڅ نه شي هغه محتاج هیواد چې خپل ډاکټران یې برتانیا کې طب وایي، ملایان یې د دیوبند اجتهاد ته محتاج دي، سیاستوال یې له امریکایي پوهنتونو او انجینران یې له چین فارغیږي. دننه پاکستان کې بیا د کالج نجونې حمل اخلي، په سلګونه نوي زیږیدلي ماشومان د کالجونو په ډیرانونو موندل کیږي. همدا څه موده مخکې د پیښور پوهنتون او اسلامیه کالج نجونو له جنسي ځورونې تنګ راغلې او لاریون یې وکړ. افغانستان د ټولې نړۍ ملاتړ او مرستې په لغته ووهلې اوس د پاکستان په څیر د یو محتاج او قرضدار هیواد رحم ته پاتې شو؟!
وزیر صیب! له دې هر څه سره سره بیا هم تاسې وایئ چې نه پاکستان کې زده کړې له نورو هېوادو ښې دي. زما په اند پورتنۍ خبرې به ستاسو د خبرو یو ښه ځواب وي. چې په پاکستان یي موږ نه شو شل کولای او نه هم شل کیږي. کتاب کتاب خبري مو په زړه دي خو دا چې وخت مو ډیر ونه نیسم همدلته مې خبرې نورې راټولوم. نو د خلکو زدکړو ته احترام وکړه، یو لوی مسؤلیت در سپارل شوی، د نړۍ درته پام دی، راشه له خپل دریځه واوړه، افغان محصل په غېږ کې کلک کړه، پوهنتون ته یې د تګ لپاره یو وار بیا وجوداً او ذهناً اماده کړه، افغان دوکتور ته قلم ورکړه، د تختې مخ ته یې ودروه او د یو اباد افغانستان پر لور ګړندي ګامونه واخله، تر څو؛ چې دا کاڼي لالونه شي او دا بوټي لونګ شي!
ګني بیا به؛
یو باتور ملت غرقیږي
یو مظبوط وطن نړیږي
زما په اړه:
عابدالله حیدرزی یم، د چاپیریال ساتنې او طبیعي پیښو مدیریت په برخه کې لوړې زده کړې لرم، په یاده برخه کې فعال او کافي تجربې لرم. هیوادوالو ته د ژوند چاپیریال د خوندیتوب په موخه
ډیرعالی په قلم دې برکت ښه – خوپاکستان : یوه نیمه میاشت کیږی چې هندی وروڼو زموږ خوارو مسلمانانو ته په ټنونو غنم رالیږلی خودا بی شرفه مسلمان دانګریز ګوداګی هیواد – دفاحشو هیواد ( هیرا منډی) یې نه بریږدی چې دافغانستان مسلمانانو ته راشی چې له ولږې مری