یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهترکي پانګوال په افغانستان کې پر حرارتي برېښنا پانګونه کوي

ترکي پانګوال په افغانستان کې پر حرارتي برېښنا پانګونه کوي

تاند:( چار شنبه، د جدي اتمه) د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت مرستيال عارف الله عارف د ترکیې دوو پانګوالو سره په افغانستان کې د حرارتي برېښنا د تولید په اړه خبرې وکړې.

په دې خبرو کې طالب مرستيال وزير د عبدالله شويش او ماهر سردار په نومونو ترکي پانګوالو ته ویلي، چې دوی یې د پانګونې په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

باختر اژانس د ترکي پانګوالو په حواله ویلي، چې که زمینه ورته برابره شي، په لږه موده کې د زیاتې حرارتي برېښنا د تولید لپاره پانګونه کوي.

څه موده مخکې د ترکېې او افغانستان ګډې سوداګريزې خونې وويل، چې له افغانستان څخه د دوی د حریفو پانګوالو له وتو وروسته ترکي پانګوالو ته د ښې پانګونې فرصتونه برابر شوي، چې استفاده بايد ورڅخه وشي.

طالبان هم ټینګار کوي، چې په افغانستان کې د امنيت له تامینولو سره د زیاتو پانګونو زمينه برابره شوې، خو ليدل کيږي چې د دوی له واکمنیدو سره سلګونه میلیونه ډالره پانګه له افغانستان څخه ویستل شوې او لا نوره د ويستل کيدو په حال کې ده.

د طالبانو د واکمنۍ نا مشروعیت او ورسره د نړۍ نه تعامل د افغانستان د اقتصادي پاشلتيا او پانګې د فرار له تر ټولو عمده لاملونو څخه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب