Homeخبرونهد ښځو د پروني لاريون پر مهال کابل کې ۱۱ خبریالان بندیان...

د ښځو د پروني لاريون پر مهال کابل کې ۱۱ خبریالان بندیان شوي

تاند:( چار شنبه، د جدي اتمه) د بې پولې خبريالانو سازمان وايي، چې طالبانو پرون د ښځو د لاريون ۱۱ پوښښ ورکوونکي خبریالان د یوه ساعت لپاره بنديان او د لاریون په ترڅ کې اخیستل شوي یو شمېر عکسونه یې له منځه وړي.

د یاد شوي سازمان په یوه اعلامیه کې د طالبانو دا عمل غندل شوی او په پرله پسې ډول د بیان ازادۍ نقض ګڼل شوی.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د خبریالانو مرکز په کابل کې د نورین په نوم د خصوصي ټلویزیون د مشر عارف نوري د بیرته خوشې کیدو خبر ورکړی.

عارف نوري له خپل کور څخه طالبانو بیولې او دوه ورځې بندي کړی و.

د نوموړي او ۱۱ نورو خبریالانو د بندي کيدو په اړه طالبانو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو سره د بيان ازادۍ او رسنیزو فعالیتونو سخته صدمه لیدلې.

د ځینو نړیوالو رسنیزو ادارو په حواله د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو څلورو میاشتو کې تر ۴۰ سلنې پورې افغان رسنۍ تړل شوي او سقوط شوي او دغه لړۍ د لا پراخیدو په حال کې ده.

طالبان بيا ټینګار کوي، چې د بیان ازادۍ ته د اسلامي شريعت په رڼا کې قایل دي.

د منتقدینو په خبره یې، طالبانو ته هر هغه عمل چې د دوی په خوښه برابر نه وي، د اسلامي شريعت خلاف ښکاري.

څه موده مخکې په هلمند کې یو ځوان انجینر طالبانو له سختو شکنجو وروسته په دې دليل وواژه، چې ولې یې ښوونکو ته د معاشونو په نه ورکولو طالبان نقد کړي وو.

د‌ هغې پېښې له رامنځته کيدو څه باندې یوه میاشت کیږي، خو طالبانو یې د عاملينو د معلومولو او مجازاتو په اړه خپله ژمنه نه ده عملي کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...