Home+د اپل په نویو ماډلونو کې به د سیمکارت ځای نه وي

د اپل په نویو ماډلونو کې به د سیمکارت ځای نه وي

تاند- اپل کمپنۍ پخوا ویلي و چې په دوو کلونو کې به له خپلو موبایل ټېلفونونو څخه سیمکارت لېرې کړي، اوس وايي چې له ځینو ایفون ۱۴ او همداراز ایفون ۱۵ څخه هم سیمکارت لېرې کوي.

اپل مخکې ویلي و چې د سیمکارت پر ځای به مجازي سیمکارت ته مخه کړي. دا به د موبایل ټېلفون په ټیکنالوژۍ کې یو بل انقلابي پرمختګ وي.

د ۲۰۲۲ په سپټمبر میاشت کې وړاندې کېدونکی ایفون به د سیمکارت ځای نه لري. تراوسه پورې څرګنده نه ده چې د ایفون ۱۴ په کومو ماډلونو کې به سیمکارت نه وي.

سره له دې چې د ایفون ۱۴ په اړه لا هم په ډاډ نه شي ویل کېدای چې په کوم ماډل کې به یې سیمکارت نه وي خو د ایفون ۱۵ په اړه یقیني ده چې اصلاً به د سیمکارت ځای نه لري او سیمکارت به یې مجازي وي.

په دې صورت کې به د موبایل د ورکېدو او د ورکېدو په صورت کې د لا اسانه موندل کېدو امکان نور هم زیات شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...