Homeخبرونهافراسياب خټک: ط دې د پاکستان لمنه خوشې او ملي مشروعيت پیدا...

افراسياب خټک: ط دې د پاکستان لمنه خوشې او ملي مشروعيت پیدا کړي

تاند:( چار شنبه، د جدي اتمه) د پاکستان تر قلمرو لاندې د ملي جمهوري غورځنګ مشر لارښود او ملتپال سياستوال افراسياب خټک وايي، چې له افغانستان سره د همکارۍ او خواخوږۍ په نوم د پاکستان لخوا د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو د سازمان د غونډې کوربه توب هسې یو نمايش و.

د خټک په وینا، پاکستان که ريښتيا د افغانستان خواخوږی وي، په خپل قلمرو کې یې مېشتو کډوالو سره تشدد نه کوي او هم ورڅخه د نورو راوتونکو کډوالو پر وړاندې دروازې نه تړي.

خټک دا هم وويل، چې پاکستان ياده غونډه په ښکاره د افغانستان له بشري ناورين ځپلو سره د مرستې په پلمه جوړه کړې وه، خو واقعيت دا و، چې غوښتل يې د طالبانو د واکمنۍ د مشروعيت موندلو لابي وکړي، خو پکې کامیاب نه شو.

ښاغلی خټک طالبانو ته د نړیوال مشروعيت موندلو په برخه کې د پاکستان د هڅو ناکامۍ ته په اشارې سره طالبانو ته سپارښتنه کوي ږ چې پر پاکستان د تکیې او داسې نورو ناکامو مڅو پر ځای دې په افغانستان کې دننه د خپل ملي مشروعيت لپاره اساسي او ريښتيني ګامونه واخلي.

طالبانو بيا په اسلام اباد کې د پاکستان په کوربه توب د افغانستان د بشري ناورين په اړه جوړه شوې غونډه مثبته او ګټوره ګڼلې ده.

د طالبانو يو بل ملاتړی او د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار هم د یادې غونډې پايلو ته خوشاله دی، خو وايي چې اسلامي هېوادونو عملآ د طالبانو د په رسميت پېژندلو اعلان باید کړی وای، خو د لویدیځ په اشاره یې دا کار ونه کړ.

1 COMMENT

  1. droond mesher khattak sahib tah salamoonah wayeem

    taliban de KARNAIL EMAM NASEL AW ROOZEL SHWEEY DEE./ DE ISI MOKHLES MAZDOORAN DEEY.
    AFGHANISTAAN DE PAKISTAN YAWA SOBAH DAH.
    AFGHANAN BAYEED DE PAKISTAAN ZED RA WELAR SHEEY..
    AMERICA (KHALILZAD) AW TALIB +PAKISTAN DAA FISALAH QATAR KEE 2020 EMZAA KRAH.
    MANANAH

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...