یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهعباس ستانکزی: د امريکا له ماتولو وروسته موږ د نړۍ زبرځواک یوو

عباس ستانکزی: د امريکا له ماتولو وروسته موږ د نړۍ زبرځواک یوو

تاند:( دوشنبه، د جدي شپږمه) ‏‏د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي ادعا کړې، چې طالبانو په افغانستان کې امریکا او ټولو نړیوالو متحدینو ته یې ماتې ورکړې او له دې سره د نړۍ په يوازيني زبرځواک بدل شوي.

نوموړي په لوګر کې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د يرغل ( مرغومې ۶مې) په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، «امریکایانو ته مې مخامخ وویل چې نړۍ کې دوه سوپر طاقتونه دي، یو تاسې یاست او بل موږ یو، ځکه سره وهو، ګورو به چې څوک یې ګټي، الحمدلله موږ وګټله او هغوی ماتې وخوړه.»

ستانکزي دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې پرون یې له امریکا څخه د دوی د نه په رسميت پېژندلو له کبله ګیله وکړه او ويې ويل، چې په دې برخه کې ظلم او بې انصافي ورسره کیږي.

د طالبانو دغه لوړپوړي سياسي مقام مخکې له دې هیله مندي ښودلې وه، چې امريکا به یې حکومت ژر په رسميت وپېژني.

شېرمحمد عباس ستانکزي ويلي وو:« امريکا به ژر انشالله په افغانستان کې خپل سفارت بیرته پرانیزي».

نوموړي دغه راز له امریکا غوښتي وو، چې افغانستان ته له پوځي حضور پرته د اقتصادي اهدافو او افغانستان ته د مرستې او همکارۍ په نيت بیرته راوګرځي.

د ستانکزي ضد و نقيضې څرګندونې د خلکو له نیوکو سره مخ شوي دي.

هغه په يوه بله وینا کې امريکا ته خبرداری ورکړی و، چې ۴۰ کاله نوره جګړه به ورسره وکړي.

د طالبانو يو شمېر منتقدینو بیا هغه ته په خطاب کې ویلي و، چې د څلور میاشتینۍ واکمنۍ پر مهال يې ۲۴ میليونه افغانان وږي شوي، ډوډۍ نه لري او له لوږې ځانونه وژني.

4 COMMENTS

  1. This guy is a proper clown. He is playing in the same league as the good old dummy Donald Trump. My gut feeling tells me he went to the prestigious Trump university ;).

  2. دغه خبيث اوښ شوڼډي ته د سړي خندا راسي. ای مرتده غلامه خنزيره ! دا څنګه تا امريکا ماته کړه او تورغري پنجابي ته لاس په سلام جي سير وايې. تا امريکا نه ده ماته کړې بلکې تا خپل ځان مات کړ. خلک د لوږې او مرګ په حال کې دي هو ستا حرامي پنجاب نسله اولادونه خو په قطر کې چړچې کوي. تف لعنت ستا په طاغوتي جهاد

  3. د نړی زبر ځواک یاتسی خو لاسونه د ګدایی مو هر کافر ته اوږد کړی دي. غولنه ولاړ شی اول مو کورونه له پنجابه را وباسی. زبر ځواک صیب. هر ورځ مو پنجابیان پر سرحدونو تجاوز کوی د حکومت جوړولو په طریقی پوهیږی نه زبرځواکه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب