یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد پاکستان یوه وزیر د ښځو خلاف د طالبانو اقدامات د بدوي...

د پاکستان یوه وزیر د ښځو خلاف د طالبانو اقدامات د بدوي تفکر زېږنده وبلل

تاند(دوشنبه، د جدي ۶مه) د پاکستان د حکومت یوه وزیر د طالبانو له لوري پر افغان ښځو نوي بندیزونه وغندل او د بدوي فکر زېږنده یې وبلل.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد حُسین نن په اسلام اباد کې یوې غونډې ته په خبرو کې په کابل کې د طالبانو نوی حکومت یو «افراطي رژیم» وباله.

حسین زیاته کړه:«موږ غواړو چې له افغانانو سره پوره مرسته وکړو. خو داسې خبرې چې ښځې یوازې سفر نه شي کولی، ښوونځي او پوهنځي ته نه شي تللی، دا ډول وروسته پاتې تفکر پاکستان ته خطر دی.»

دا لومړی ځل دی چې یو پاکستانی چارواکی په زغرده د طالبانو په اړه دا ډول څرګندونې کوي. پاکستان د افغانانو او نړیوالو له لوري له تېرو څه باندې ۴۰ کلونو راهیسې په افغانستان کې د سختدریځو په ملاتړ او د افغانستان په چارو کې په لاسوهنه تورن کېږي.

اکثره افغانان باور لري چې پاکستان په خپل ګاونډ کې په خپلو پښو ولاړ او بسیا افغانستان نه غواړي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر پر طالبانو یوه ورځ وروسته له دې نیوکې وکړې چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت اعلان وکړ چې ښځې له محرمه پرته تر ۴۰ مایله (۷۲ کیلومتر) زیات سفر نه شي کولی. دغه وزارت ټکسي چلوونکو ته امر کړی چې بې حجابه ښځې سپرې نه کړي.

د سیاسي چارو شنونکی ګل احمد اټک وايي، د طالبانو د امربالمعروف وزارت په نوي یمه لسیزه کې هم د شریعت په نوم عجیب و غریب کارونه کول. د دوی په اقداماتو ځینو شک کاوه چې ښايي له اسلام سره د خواخوږۍ په نیت نه بلکې په نړۍ کې د اسلام د بدنامۍ او په خپل هیواد کې د طالبانو د منزوي کولو هدف ولري.

اټک تاند ته همداراز وویل، د طالبانو امربالمعروف وزارت نوي اقدامات په داسې حال کې اعلان کړي چې طالبان د نړۍ له هیوادونو سره اړیکو او د هغو له لوري د خپل حکومت رسمیت پېژندلو ته اړتیا لري.

د پاکستان حکومت روانه میاشت په اسلام اباد کې د اسلامي هیوادونو د غونډې په کوربه توب ظاهراً هڅه وکړه چې نړیوالو او اسلامي هیوادونو ته د طالبانو نرمه څېره وښيي خو د طالبانو د امربالمعروف وزارت اقدامات نه یوازې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو چانس له منځه وړي بلکې د طالبانو رژیم په نړۍ کې نور هم رټي.

پر افغان ښځو تازه قیودات، نړیوال یې د دوی د زنداني کیدو هڅه ګڼي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب