یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپوتین د افغان - تاجک پولې امنیت د اندېښنې وړ بولي

پوتین د افغان – تاجک پولې امنیت د اندېښنې وړ بولي

تاند(سې شنبه، د جدي ۷ مه) د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، د افغانستان – تاجکستان په پوله کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، پوتین پرون/ دوشنبې/ وویل چې مسکو هڅه کړې چې د دغه خطر د مخنیوي لپاره د وسلو او نورو وسایلو په لېږلو په تاجکستان کې خپله پوځي اډه پیاوړې کړي.

روسیه ظاهراً تاجکستان او د پخواني شوروي اتحاد نور اسیايي جمهوریتونه له افغانستان څخه د سختدریو د خطر په وړاندې د ځان لپاره حایلې سیمې ګڼي. خو شنونکي وايي چې روسیه په افغانستان کې د سختدریځو له شتون څخه د منځنۍ اسیا پر جمهوریتونو د ولکې د ټینګولو لپاره د پلمې په توګه کار اخلي.

دې هیواد په تېرو کلونو کې د امریکا په وړاندې د طالبانو ملاتړ کاوه خو اوس چې امریکايي پوځیان له افغانستانه وتلي، د طالبانو حکومت نه یوازې په رسمیت نه پېژني بلکې د طالبانو حکومت د منځنۍ اسیا د هیوادونو لپاره ګواښ ګڼي.

روسیې روانه میاشت وویل چې په تاجکستان کې خپله اډه په ۳۰ نویو ټانکونو پیاوړې کوي او په دې اډه کې یې ځواکونو د توغندي ضد دفاعي سیستم تمرینونه کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب