جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهازبکستان: تورخمه پورې د ريل پټلۍ غځوو

ازبکستان: تورخمه پورې د ريل پټلۍ غځوو

تاند:( جمعه، د جدي درېيمه) ‏د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي ایرګشوف ويلي، چې هېواد يې تورخمه پورې د ريل پټلۍ غځوي.

د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې وايي، چې ازبکستاني استازي دا خبره پرون د دغه وزارت له سیاسي مرستیال عباس ستانکزي سره په حیرتان بندر کې د لیدنې پر وخت کړې ده.

نوموړي پرون له افغانستان سره د ازبکستان د بشري مرستو د سپارلو پر وخت دا خبره کړې ده.

‏د ایرګشوف په وينا، له دې سره به افغانستان په ټرانزیټي مرکز بدل شي.

 ستانکزي د ازبکستان د خلګو له لورې د رالیږل شویو مرستو او دوستانه دریځ څخه مننه کړې او د رېل پټلۍ په ګډون یې د ټولو اقتصادي پروژو څخه ملاتړ څرګند کړ.

طالبانو د یادې پروژې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د ځینو اقتصادي شنونکو په باور، په سمدستي شرايطو کې د ريل پټلۍ د دې پروژې او نورو ورته پروژو ګټه تر هر چا پاکستان ته ډېره رسيږي.

دغه هېواد په دې توګه له منځنۍ اسيا سره نښلول کېږي او اقتصادي راشه- درشه يې زياتيږي.

د افغانستان جمهوري نظام د پاکستان او منځنۍ اسيا د نښلولو لپاره دا شرط کړې وه، چې پاکستان باید افغانستان ته د ګوادر بندر ته د ترانزيتي لارې اسانتيا برابره کړي.

ويل کيږي، چې طالبان اوس په دې برخه کې هم له پاکستان څخه د اغیزمنتوب او هم په خپل حکومت کې د مسلکي ظرفیتونو د نه موجوديت له کبله په دې اړه پاکستان سره د مقابلو ګټو بحث ونه کړای شي.

طالبانو بيا په دې اړه ادعاوې رد کړي دي.

2 COMMENTS

  1. د ازبکستان له لورې دا ښه خبره ده او د ستاينې وړ ده، خو افغانستان به بيا هم د پاکستان او ازبکستان ترمينځ د يو معبر يعنې تېرېدونکي پله حيثيت به لري نه د يو رښتيني اتصال په توګه.افغانستان به بيا هم په وچه کې ايسار وي او پاکستان به هېڅکله دا امتياز افغانستان ته ورنه کړي چې له بحر سره ونښلي. پاکستان به ځان راباندې له مرکزي اسيا او آخوا له روسيه او نورې اروپا سره ونښلوي، خو افغانستان ته به نه په کراچۍ او نه د ګوادر له ليارې له نړۍ سره ونښلوي او له اتصاله به يې محروم کړي.
    د افغانستان تېر حکومت په تېر بيا چې ولسمشر په اقتصاد پوه کس وو هغه د خپل هېواد لپاره د يوې متبادلې لارې غوښتنه کړې وه چې طالب له هر اړخيز پلوه د دې وړتيا نه لري چې د هېواد په کچه داسې يو لوی او روښانه سوچ ولري. بيا به يې د مذهب په نوم تېر باسي او د جنت شين څراغ به ورته وخوځوي، نو له طالب نور څه غواړي؟
    که تاسې د کرنيل امام کتاب ته هم لږ مخ ورښکاره کړئ هلته هم د بېنظيرې د کاروان په تړاو يادونه شوې چې بيا هغه کاروان د بابر د هڅو په نتېجه کې تېر شو او د بېنظيرې له ورتګ مخکې او يا ورسره سم ورورسېده چې هغه وخت د امريکا په خوښه د ګوادر بندر هوکړه لاسليک شوه چې هغه وخت لا د يونوکال او بريډراس کمپنيو ترمينځ کشمکش روان وو. امريکا ته هغه لار ارزانه او لنډه پرېوځي او دېخوا روسيه او چين ته بيا د کراچۍ او هم يې د ګوادر بندر چې لا هغه حقوقي ستونزه يې لا پرځای پاتې ده چې بندر خو په پيل کې پر امريکا پلورل شوی چې بيا د لا نورو زياتي پيسو (بولۍ) په صورت کې پر چين وپلورل شو او د ګاز د پايپلاين د تېرولو هوکړه له روسيه سره شوې. پاکستان په راتلونکې کې غواړي چې د امريکا او د غرب د زياتي نفوذ څخه يو ډول ځان راخلاص خو دا کار بيا د دواړو سيمه ييزو قوتونو په مټ ترسره کوي.
    فلهذا موږ ويلی شو چې د ازبکستان په اړخ کې موږ يوازې د يو ګمرک هومره د تاديې حق لرو نه د اتصال چې پاکستان به يې د تېر او اوس په څېر تل راباندې کاروي او موږ به هېڅ نه شو کولی او د ټاپي، کاسا زر او داسې نورو پروژو له ليارې چې هم راته د عايد او هم راته په راتلونکې د لارو د خلاصون او وصلون حق راکوي لاسته راځي، نو پاکستان بيا نه شي کولی چې د مېوو او حاصلاتو په موسم کې لارې راباندې بندې او مالونه مو خوسا او په ميليونونو تاوان راورسوي.
    موږ بايد هغه انتخاب کړو چې په کوم کې راته ډېره ګټه ترلاسه کيږي او هم د نښلون ليارې راته خلاصيږي. ښکاره خبره ده چې لاره درکوم، لاره به راکوې.

  2. افغانستان باید دوو مسئلو ته ډیر بیدار اوسی: یو څلورم صنعت، یعنی همدا ترانسپورت او لاری. نور فایبر… له بده مرغه هغه طرح چی تیرو لسو کلونو کی ورباندی کار وشو دهغی یوه ښه نتیجه صرف د چابهار بندر و، خو هغه لا اوس هم پوره ندی که هغه پوره شوی وای ستاسو زرنج به زرګنج اودل آرام به مو دلارام و او داتصال نیمه کړۍ پوره کیده ، نیمه نوره هماغه و چی بار بار (قلب اسیا) ریکا ۱-۷ورباندی خبری وشوی او هغه افغانی نوښت چې دسیمی دتجارت مرکز کیدل و، کابل دوشنبی او د شانګهای غونډو ورباندی بحثونه وکړل، خو هغه د چین د یوکمربند یوی لاری سره په متبادل شکل و چی دافغانستان پکی ګټه و ه. کاسازر او ټاپی په همدی بڼه چی اوس هم ورته کتل کیږی سمه ده کومه ستراتیژیکه تیروتنه نشته پکی . مګر متاسفانه دنورو طرحو هغه خیالونه په ابو لاهو شول اوسنی څه چی روان دی پنځوس کاله وروسته به افغانان لکه مچ لاس پر تندی وهی څه به په لاس نه ورځي ځکه چی با درایته او مدبر ستراتیژیستان نلرئ.
    دوهمه موضوع د اوبو ده. که لږ غافل پاتی شو نو اینده نسلونو ته به ځواب ونلرو دی سره دایکو سیسم او دژوند چابیریال مسله هم تړلی ده دغه اوس چی د ګاونډیو څه نقشه روانه ده لکه دداسو د بند په شان به مو تر سینده تږی بوځي بیرته به مو راولی داسو په یاد ولرئ همدا ځای دی نښه وی . خوښه مو که ویښیږی همدا یی وخت دی خلک ډیر بیدار دی پښتون ویده دی غلام دی وږی دی وارخطا دی حورو ته یی سودا ده ، یو بل وژنی خو دنیا او اخرت تری لاړل ځان یی وشرماو نړی ورپوری خاندی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب