یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپاکستان ۴۲ افغان زندانيان خوشې او تورخم کې چارواکو ته وسپارل

پاکستان ۴۲ افغان زندانيان خوشې او تورخم کې چارواکو ته وسپارل

تاند:( جمعه، د جدي درېيمه) ‏د پاکستان هېواد يو شمېر زندانونو څخه ۴۲ افغانان چې بېلابېلو قضيو کې بنديان شوي و ازاد او په تورخم کې طالب چارواکو ته وسپارل شول.

د ننګرهار ولايت په يوه خبرپاڼه کې راغلي، چې ياد کسان به له ثبت او راجستر وروسته يو اندازه نغدي مرستې سره خپلو کورونو ته ولېږل شي.

 سرچينه زياتوي، چې ياد کسان به له ثبت او راجستر وروسته يو اندازه نغدي مرستې سره خپلو کورونو ته ولېږل شي.

طالب چارواکو د دغو کسانو د جرمونو او هويت په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي.

پاکستان په خپله قلمرو کې د افغان کډوالو پر وړاندې په غیر انساني چلند تورن دی.

دغه هېواد بيا په دې اړه تورونه ردوي او وايي، چې له څو لسيزو راهیسې يې ميليونونه افغانانو ته پناه ورکړې او ښه پالنه یې ورڅخه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب