یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهط د افغانستان ټاکنيز بنسټونه لغوه کړل

ط د افغانستان ټاکنيز بنسټونه لغوه کړل

تاند:( جمعه، د جدي درېيمه) د طالبانو کابینې په يوه تازه پريکړه کې د افغانستان د ټاکنو اړوند دوه کميسونونه لغوه کړي.

د دغو کميسيونونو ترڅنګ د بې واکه شوي ولسمشر د مشاورينو تشکيلاتو او سولې او پارلماني چارو د وزارتونو د لغوه کیدو خبر هم ورکړل شوی.

د‌ دې ترڅنګ د بشري حقونو د کمیسیون د نوم بدلېدو او نوي جوړښت پریکړه شوې.

د دې کميسونونو له لغوه کیدو سره طالبانو په خاموشه توګه د ټاکنو د نه ترسره کیدو پریکړه کړې ده.

د افغانستان د تېرو شلو کلونو نظام يوه عمده لاسته راوړنه د ټاکنو له لارې د واک د برخليک ټاکل کیدل وو.

 ټاکنيز بهير سره له دې، چې په افغانستان کې له درغليو ډک و او پايلې يې د توقع خلاف ګڼل کيدې، خو د افغانستان د نظام د مشروعیت اساس و.

د ټاکنو خپلواک کميسيون او د ټاکنيزو شکایتونو کمیسیون په داسې مهال لغوه کيږي، چې د دغو کميسيونونو منسوبينو له تېرو څو مياشتو راهيسې معاشونه نه دي ترلاسه کړی او سختو ستونزو سره مخامخ دي.

1 COMMENT

  1. TALIBS WILL NOT STAY FOR LONG TIME.
    THIS IS ONE SHORT TERM OF POWER.
    EXACTLY POWER IS WITH PEOPLES.
    TALIBS ARE SUPPORTING BY PUNJAAB.
    BUT PUNJAAB WILL BE SOLVE BY SEVERAL STATE.
    INSHAA AL LAH

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب