Homeخبرونهترکیې د داعش ډلې د خراسان ځانګې د مشر شتمنۍ کنګل کړې

ترکیې د داعش ډلې د خراسان ځانګې د مشر شتمنۍ کنګل کړې

تاند:( جمعه، د جدي درېيمه)ترکیه وايي، چې د ثناء الله غفاري په نوم د هغه افغان وګړي شتمنۍ يې کنګل کړي، چې په افغانستان کې د داعش ډلې مشر دی.

دغه کس د داعش ډلې د خراسان ځانګې پر مشرۍ سربېره له القاعده شبکې سره هم په اړيکو تورن دی.

د ترکيې د خزانې او شتمنۍ وزارت ویلي، چې دا اقدام یې د ملګرو ملتونو د نړيوال بندیزونو په تور ليست کې د غفاري له نوم شاملیدو وروسته کړی.

غفاري، چې په ۱۹۹۴ کې زيږيدلی د کابل ولايت اصلي اوسيدونکی دی او مخکې يې د بې واکه شوي ولسمشر اشرف غني د لومړي مرستيال امر الله صالح د ساتونکي په توګه هم دنده ترسره کړې.

صالح ویلي، چې پر دغه کس د حقاني شبکې غړيتوب هم ثابت شوی و.

ترکېې هغه ته تر دوه میاشتو د دغې پریکړې په اړه د اعتراض حق ورکړی.

څرګنده نه ده، چې غفاري په ترکيه او نورو هېوادونو کې څومره شتمنۍ لري؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...