شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهبريتانيا له راتلونکې جنورۍ د ۲۰ زره افغان پناه غوښتونکو د بيولو...

بريتانيا له راتلونکې جنورۍ د ۲۰ زره افغان پناه غوښتونکو د بيولو پروګرام پيلوي

تاند:( جمعه، د جدي درېيمه)بریتانیا وايي د نوي ۲۰۲۲ ميلادي کال له پيل يانې جنورۍ میاشتې څخه به د افغان پناه غوښتونکو د بيا مېشتېدو پروګرام له سره پيل او په ترڅ کې يې ۲۰ زره افغان پناه غوښتونکو ته په دغه هېواد کې د اوسيدو زمینه برابره شي.

‏د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت دغه پروګرام په نړۍ کې تر ټولو پراخ الوتونکی پروګرام ګڼلی دی.

په دې پروګرام کې به د هغو افغان پناه غوښتونکو د پناه ورکولو لپاره لومړیتوب وي، چې په افغانستان کې يې د‌ دیموکراسۍ، ښځينه حقونو، بیان ازادۍ او قانون حاکميت له هڅو ملاتړ کړی وي.

بریتانیا ټینګار لري، چې له شدید ګواښ سره مخامخ کسان، له هغې ډلې ښځې، نجونې او د اقليتي ډلو غړو ته به هم په دې پروګرام کې ونډه ورکړل شي.

 په دې پروګرام کې د شاملیدونکو کسانو په اړه د سختو امنيتي څېړنو د ترسره کيدو خبر هم ورکړل شوی.

بريتانيا په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو سره، د خطر سره مخامخو کسانو د تخلیې په بهير کې تر ۱۵ زرو پورې افغانان له دغه هېواد څخه وويستل.

په تخلیې بهير کې هغه ۱۵ زره کسان به له ۲۰ زره نورو ويستل کيدونکو کسانو څخه جلا وي.

د بریتانیا په ګډون په يو شمېر نورو هېوادونو لویدیزو کې حکومتونه د افغان پناه غوښتونکو په ويستو کې د کمزوري چلند له کبله تر سختو نيوکو لاندې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب