شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+په کورونا د ا خته کسانو سپرم څو میاشتې له کاره لوېږي

په کورونا د ا خته کسانو سپرم څو میاشتې له کاره لوېږي

تاند- څېړونکي وايي، پر کووید ۱۹ د اخته کسانو په اړه څېړنو ورته څرګنده کړې چې د هغو کسانو، چې په کوویډ ۱۹ اخته شوي، له رغېدو څو میاشتې وروسته هم سپرم له کاره لوېږي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، څېړونکي وايي چې په کورونا د اخته نارینه وو سپرم/ مني، کورونا نه خپروي، خو په ۳۵ نارینه وو کې، چې له ښه کېدو یوه میاشت وروسته یې د سپرم نمونه/ سمپل اخیستل شوی وو، د سپرم په حرکت کې ۶۰ سلنه او د سپرم په شمېر کې ۳۷ سلنه کموالی لیدل شوی دی.

څېړونکي دې نتیجې ته رسېدلي «هغو جوړو ته چې غواړي اولاد وزېږوي باید خبرداری ورکړای شي چې په کورونا وایرس له اخته کېدو وروسته ممکن سپرم تر لازمې اندازې کم شي. بېرته عادي حالت ته د سپرم د راتګ لپاره ۳ میاشتې اټکل کېږي، خو پر له پسې څېړنې روانې دي چې کره وخت معلوم شي او دا څرګنده شي چې دایمي زیان پېښوي او که نه.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب