د حکمتیار د حزب اسلامي یو مشر او د ښاغلي حکمتیار زوم همایون جریر ادعا کوي چې هغه څرګندونې ناسمې راخیستل شوي چې تاند ویبپاڼې جدي په لومړۍ خپرې کړي دي.
تاند د جدي په لومړۍ د ښاغلي حکمتیار په قول راپور ورکړی و چې د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار له طالبانو غوښتي، چې ملت ته د خپل سرپرست حکومت د کار د مودې په اړه وضاحت او د راتلونکي حکومت د جوړښت او جزيياتو په اړه معلومات ورکړي.
خلکو ته باید وویل شي چې دلته د زور حکومت نه شته. نور تفصیل
حکمتيار : د سرپرست حکومت موده دې معلومه او اميرالمؤمنین دې جومات کې انتخاب شي
جریر پژواک خبري اژانس ته ویلي « ما متن ولوست، تاند د پخواني ولسمشر اشرف غني ټیم پورې اړه لري، تاند هڅه کوي هغه میانه (د اړیکو اعتدالي کچه) چې د حزب اسلامي او طالبانو تر مینځ را مینځته شوې ده خرابه کړي، کله، کله انجینر صاحب [حکمتیار] په ځینو مواردو باندې خبرې وکړي، خو تاند په هغه کې دروغ زیاتوي او بیا یې خپروي. دا متن په دې ډول زه په هیڅ صورت نه تاییدوم، دا متن تاند جوړ کړی ترڅو همدغه میانه خرابه کړي.»
لاندې غږ د ښاغلي حکمتیار د څرګندونو دی:
د تاریخ په شنبه بازار کی ( خصوصاً زموږ د تاریخ ) خُسر او زوم عجیب عجیب ډالبازۍ سره کړی دی.
د تیمورشاه ابدالی ورور ( سلیمان ) د خپل خُسر ( شاه ولی خان ) د بد سِحر مسحور او د پاچهی د ترلاسه کولو هڅه ئې وکړه چی په نتیجه کی ئې هم خپلی پښې او هم د خُسر ( شاولی لالا ) سر د سریښو او پښیمانۍ په سمندر کی بند سو.
د حکمتیار زوم بېځایه او بې وخته د خپل خُسر د څرګندوونو څخه انکار کړیدئ البته ګرم او ملامت هم نه دئ ځکه ددې انکار شا ته ممکن دوه عوامل پراته وی؛
۱- د همایون جریر منظور شاید دا وی چی حکمتیار په ( فارسی ژبه ) دا خبری تر خولې نه دی را ایستلی ځکه جریر ساب په پښتو ژبه نه پوهیږی.
۲ – ګومان ئې نه کاوه چی د حکمتیار ږغیږ سند موجود دئ.
…………………………………………………………………………………………………………………….
۳ – لکه چی اوس هم جریرساب نه سو پوه چی زه زه او احمد او محمود او تاند څه وایو او څه لیکو.
۴- ځینی وخت ځینی خُسران تر خواښیانو خطرناک وی او زوم په واوره کی لڅ درېدو یا لامبو ته هڅَوی.