شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد کابل نجونو د یلدا شپه ونمانځله

د کابل نجونو د یلدا شپه ونمانځله

تاند:( چار شنبه، د جدي لومړۍ)‏ د طالبانو له واکمنۍ سره سره تېره شپه د کابل ښار په مختلفو سیمو کې د فرهنګيانو ترڅنګ یو شمېر نجونو هم د یلدا شپه نمانځلې او په ټولنیزو رسنیو کې یې خپل عکسونه شریک کړي دي.

یلدا یا د مني وروستۍ شپه، چې د کال تر ټولو اوږده شپه هم ده، په افغانستان، تاجیکستان او ایران کې یې نمانځنه لرغونې مخینه لري.

په دې شپه له ډېر پخوا څخه یو شمېر خلک تر سهاره محفلونه جوړوي، څو په باور یې پر تیارو د رڼا بری حتمي شي.

د یلدا شپې نمانځونکي معمولاً فضا شاعرانه کوي، شعرونه او موسیقي اوري/ وایي، بنډارونه او کیسې کوي او د خاطراتو په شپه یې بدلوي.

په وروستیو کلونو کې د دري ژبو شاعرانو او کورنیو ترڅنګ یو شمېر پښتنو فرهنګیانو او کورنیو هم په افغانستان کې دغه شپه نمانځله، خو د فرهنګیانو په باور چې سږ کال د اقتصادي ناورین او سخت شویو شرایطو له کبله یلدا شپه د پخوا په شان رنګینه نه وه.

په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر افغانانو او له هغې ډلې ښځینه فعالانو د یلدا شپې د نمانځنې عکسونه خپاره کړي، چې ځینو یې جرئت ستایلی او یو شمېر طالب پلو ورته منفي غبرګون څرګند کړی.

د طالبانو له واکمنیدو سره د فرهنګي ارزښتونو د کمرنګه کیدو او خطر سره مخ کیدو وېره ډېره شوې ده.

طالبان د سختدریځه دیني باورونو په اساس له فرهنګي پروګرامونو او تنوعاتو سره ډېر جوړ نه دي او په تېره واکمنۍ کې خو یې د نوروز په ګډون نور مهم دودیز او فرهنګي پروګرامونه منع کړي وو.

افغان فرهنګیان له دوی غواړي، چې د ایران له سختدریځه اخوندي رژیم څخه په الهام اخیستو دې د افغان فرهنګ د ودې او غوړیدنې نه خنډ کیږي او پرېږدي چې دا ارزښتونه خوندي او دوامداره پاتې شي.

2 COMMENTS

  1. دیلدا شپه باید دزدشت پیروان ولمانځی. هغه چی پنځه ورخت لمونځ داسلام له مخه کوی نو دهغوی به خدای ته څه ځواب وی چه دوی زردشت منلی وو او که دهغه پیغمبر محمد ص. اسلام توحیدی دین دی او زدشتی نور او تاریکی دواړه خدایان بولی چه همیشه په جنګ کی وی.
    دکابل یا دهندوکش نه نیولی تر هلمنده پوری په کوزی خوا کی ولی زردشتی فرهنګ موجود وی؟ هغوی خو هندوان ول چه زردشت باندی بد ویلی وو. عجیبه ناپوهی دفرهنګ په نامه باندی رواج سوی ده.

  2. سلام
    فرهنګی جهان بینی د یوتیو بی ډرامې، دآریانا سعید بربندتوب ، په نو م مسلمانه شکریه خانه، دپردیو دفرهنګ ستاره افغان، کاکتوس او پتنوس پاو او چارک سیاست پوه او اقتصاد پوه غنی او ځوړند حمدالله خان هم تیروېستل ،حکومت په ټوله کې دهندوانو یوه جړنګانی وه ظرفیت او مشروعیت یې په خیله ګی کې رسوایی ته راووت چې رسواهم شول.په چورلکو کې وتښتيدل پکه دادې لا بله سپکه!
    دیلدا ډله باندې دکارغه چل شوی وایی چې کارغه د زرکې پيښې کولې خو خپله یې له یاده ووتلی. عین د ولنتاین لمانخل دی . فرهنګی جهان بینی بشپړ اصالت، معیاری شخصیت او رسالت، پاکی او دپېژندګلوی هر اړخیزه محورتوب غواړی. افغان ولس او په تیره بیا اسلامی امارت بې له شک یو بنسټیزه رسنیو ته ضرورت لری چې دداسې اماتورو ، زمزمه ګرو ته دعمل به ډګر کې دعفت او فرهنګ اهمیت وښيی کلام اخلاق او عفت لری ارزښت او هیبت لری یوازې دتلویزیون دستیج پر سر دخېټې انډوخر او ځان ښودنه نه ده. بلکې شرافت دی او انسانیت توکه ازغم دیګران بیغمی نشاید که نامت …….. اوس د زرتشت اویازردشت بازدشت وګردشت وخت نه دی. اوس نور لومړیتوبونه دېر دی خوروکو!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب