شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد کندوز یو قومي مشر د چړو په ګوزارونو وژل شوی

د کندوز یو قومي مشر د چړو په ګوزارونو وژل شوی

تاند:( چار شنبه، د جدي لومړۍ)‏ د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ یو قومي مشر ښایسته محمد توتاخېل تېره شپه ناڅرګندو وسله والو په چړو وژلی.

ځایي سرچینو رسنیو ته ویلي، چې دغه پېښه د چهادر درې د ولسوالۍ پُل ته څېرمه رامنځته شوې ده.

دښایسته محمد خپلوان وايي، چې دوی له چا سره شخصي دښمنې نه درلوده او ددې قتل علت او عوامل هم معلوم نه دي.

سرچینه زیاتوي، چې نوموړې د څلور ماشومانو پلار وو.

  دکندوز سیمه ییز چارواکي دغه پيښه تائیدوی او زیاتوې، چې اړوند امنیتي ارګانونو په دې تړاو خپلې پلټنې پیل کړي دي.

د قومي مشرانو او نورو مطرحو څېرو د وژلو دلیل طالب چارواکي تر ډېره شخصي ناندرۍ او له یو بله غچ اخیستل ښيي، خو د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو ډېر مدافع نړیوال بنسټونه ادعا لري، چې د ډېرو دغو پېښو تر شا د طالبانو لاس دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو برخې څه موده مخکې د طالبانو د واکمنۍ په لومړنیو ورځو کې د سلو مرموزو وژنو په اړه خپلې څېړنې خپرې کړې، چې پکې راغلي وو: د سلو وژل شویو فعاله او مطرح څېرو د ۷۷ تنو د وژل کیدو مسوولیت طالبانو ته راجع کیږي.

د طالبانو منتقدین وایي، چې دغه ډله د ټولنې د روښانه قشرونو د مخکښانو ترڅنګ قومي مشران له دې کبله وژني، چې د جرګې او مرکې روایات ورسره له منځه یوسي.

طالبان، چې له دیني او هغه هم پاکستاني مدرسو څخه تر ډېره سرچینه اخلي، د جرګو او مرکو پر ځای چې قومي مشران یې سمبالوي، د علماوو د شورا لخوا د شرعي احکامو د عملي کولو په وسیله د ستونزو په حل ټینګار لري.

ویل کیږي، چې د مطرحو قومي مشرانو پر ضد د طالبانو د همدغه نظر او تشدد له کبله د افغانستان له مختلفو سیمو څخه ځینې قومي مشران نورو سیمو ته کډوال شوي او پټ شوي دي.

2 COMMENTS

  1. کشتار ملت و بالخصوص بزرگان اقوام، علما و متخصصین کار ملیشه دشمن خبیث است ولا تزدالظالمین الا تبارا

  2. دا خو دسی آی ای داجنټانو کار زیات بللی سو. هغوی داسی کارونه کوی او بیا دهغوی نور اجنټان یی دخبری رسنو چه هغه په دوی پسی تړلی وی نشر وی او یو دروغزن روات جوړوی چه تراوسه دهغوی اسناد یی ندی نشر کړی. بس یو اجنټ جیغه کړی او بل اجنټ یی خپره کړی او بیا وایی موثقو منابعو ویلی دی. دا جلونه مخ ته دجنګ مخالفو امریکایی خبریالانو لوڅ کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب