شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهعمران خان خپلو دیپلوماتانو ته د اسلامي هېوادونو کنفرانس د« بریالیتوب» مبارکي...

عمران خان خپلو دیپلوماتانو ته د اسلامي هېوادونو کنفرانس د« بریالیتوب» مبارکي ورکړه

تاند:( چار شنبه، د جدي لومړۍ)‏ د پاکستان صدراعظم عمران خان په اسلام اباد کې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان د روانې اونۍ غونډه بریالۍ ګڼلې او خپل بهرنیو چارو وزارت ته یې له دې کبله مبارکي ویلې ده.

هغه نه دي ویلي، چې د افغانستان د بشري ناورین په اړه یې په کوربه توب ترسره شوی کنفرانس په کومو دلایلو بریالی و؟

پاکستاني صدراعظم د بهرنیو چارو وزارت له لوړپوړو دیپلوماتانو سره یې په ناسته کې دا هم ویلي، چې په نړیوال سیاست کې د پاکستان مقام بیرته په ښه کیدو دی.

عمران خان له خپلو دیپلوماتانو غوښتي، چې پر اقتصادي سیاستونو ډېر تمرکز ولري.

پاکستان په وروستیو کلونو کې له سخت اقتصادي وضعیت او تاوانونو سره مخامخ دی.

د اسلامي هېوادونو هېوادونو اوولسمه فوق العاده، چې ظاهراً د افغانستان د اقتصادي ناورین په پلمه د روانې میلادي میاشتې په نولسمه په اسلام اباد کې ترسره شو، منتقدینو یې د پردې تر شا د خپل اقتصاد رغولو په هڅو تورن کړ.

په ایران کې د افغانستان د جمهوري نظام سفیر عبدالغفور لېوال د شوروي پر وړاندې د افغان جهاد د کلونو له یادونې سره وویل، چې پاکستان دا ځل بیا د افغانستان په نوم له نړۍ مرستې د ځان مړولو لپاره را ټولوي.

د اسلام اباد غونډه کې د پښتنو او افغانانو د فرهنګي مسایلو په اړه د عمران خان پارونکو خبرو په افغانستان او پښتونخوا کې توند غبرګونونه وپارول.

د اسلامي هېوادونو د کنفرانس په غونډه کې د افغانستان په استازیتوب د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي هم ګډون او وینا لرله، خو وروسته د کنفرانس د بندو دروازو په غونډه کې د ګډون اجازه ورنه کړل شوه.

اسلامي هېوادونو په یاده غونډه کې د افغانستان لپاره د مرستې ټولولو د یوه صندوق جوړول او د سمبالښت لپاره یې د افغانستان په چارو کې ځانګړی استازی وټاکه.

ویل کیږي، چې د دې کنفرانس د کوربه توب له فرصته په استفادې سره پاکستان له ډېرو هېوادونو سره د خپل اقتصادي وضعیت د ښه کیدو لپاره بحثونه او خبرې کړي، چې ظاهراً عمران خان له همدې کبله کنفرانس بریالی ګڼلی او خپلو دیپلوماتانو ته یې مبارکي ورکړې.

2 COMMENTS

  1. پدی کی هیڅ شک نشته چی د افغانستان بربادی او تباهی چی د ای ایس ای د مزدورانو په لاس تر سره شوه پاکستان ته د بریالیتوبو نو او خوشحالیو زیری راوړی

    دعمران خان ترڅنګ قریشی هم عمران خان او خپل ولس ته ددې کامیابۍ مبارکی ورکړه او ورته يی وویل چی پاکستان د نړۍ په کچه سرخرو شو.
    پداسی حال کی چی د پاکسان په وینا دا کنفرانس د افغانستان د بشری ناورین د مخنیوی لپاره
    رابلل شوی و
    خو رښتیا وايی چی پیشو د خدای لپاره مو ګک نه نیسی

    د کنفرانس په ختمیدو سره پاکستانی چارواکو د خوښیو او یوبل ته دمبارکیو نه ددوۍ اصلی هدف معلوم شو چی دا د افغانستان لپاره نه بلکه د پاکستان د دیپلوماسۍ کامیابی وه چی پاکستان د نړی په سطحه مطرح شو او دانزوا له حالته ووځی

    خو له بلی مونږ ولیدل چی زمونږ د افغانستان بین المللی رنډۍ متقی د یو څو شنو دیپلوماتانو سره ورغی او کله چی د ملا ډیزل د لاسونو مچولو نه وزګار شو نو ۳۳ دقیقی وروسته کنفرانس ته ورورسید
    کله چی کانفرانس ته متقی ورورسید نو د ټوکو له مخی يی پکی څو تیزونه واچول چی میلمانه وخندوی
    د تالب مشرتابه هم باید خپلی رنډۍ او خپلو شنو دیپلوماتانو ته د کامیابی دیپلوماسۍ مبارکی ورکړی ځکه چی خپل بادار يی سرخرو کړ او میلمانه يی په خپلو ټوکو او څو تیزونو اچولو وخندول
    ددۍ نه لویه دیپلوماسی د تالب لپاره بل څه شی کیدلی شی چی هم خپل بادار خوشحاله کړی او هم پکی د کراماتو د خاوندانو لاسونه مچ کړی او هم پکی ټوکی ټکالی وکړی
    د تالب لپاره دا هم ثواب او هم خرما شوه

  2. بس د مور شيدې يي، افغانانو خو تل د پنجاب غلامي کې ډوب دي. نه له ناموسه پې تېر دي او افغانان به هم ښه ورځ او ژوند پیدا نه کړي تر څو د سړي زامن نسي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب