شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهسراج الدين حقاني له ترکي پلاوي سره پر سوداګرۍ او پانګونې خبرې...

سراج الدين حقاني له ترکي پلاوي سره پر سوداګرۍ او پانګونې خبرې کړي

تاند:( چار شنبه، د جدي لومړۍ)‏ ‏د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په خپل کاري دفتر کې د ترکیې هېواد له راغلي پلاوي سره د دوه اړخیزو مرستو او همکاریو په موخه وکتل.

د کورنيو چارو وزارت په يوه لنډه اعلامیه کې راغلي، چې‏ترکي پلاوي په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې ژمنه وکړه.

د اعلامیې په اساس، یاد شوي پلاوي وويل، چې دوی هڅه کوي څو افغانستان له اقتصادي پلوه ځان بسیا شي او شته ستونزو ته یې د حل لارو موندلو ژمنه وکړه.

سراج الدين حقاني، چې نوم یې د ملګرو ملتونو د نړيوالو بندیزونو په تور لیست کې شامل دی، په وروستيو کې يې د ځینو ورته لیدنو خبرونه ورکول کيږي، خو عکسونه یې نه خپريږي.

ترکيې په وروستيو کې له افغانستان سره د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د ډېرو همکاریو ژمنه کړې، خو تر اوسه یې عملي ګامونه نه دي اخيستي.

یاد شوی هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژني، خو د بشري ناورين د مقابلې لپاره ورسره پر تعامل ټینګار لري.

1 COMMENT

  1. every thing mixup.
    SERAJ BEDIN HAQANI IS INTERIOR MINISTER.
    HOW HE TALK ABOUT BUSINESS/COMMERC/ AND MORE MONEY .
    THIS NOT HAQANI DUTY. CAUSE THIS THINGS BELONG TO FINANCE/COMMERCE ADMINISTRATION.
    THIS IS THE RESON TALIBS IS NOT ONE LEADER.BUT MULTI LEADERS.
    THANKS FROM TAND AND AFGHANS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب