Homeخبرونهملګري ملتونه د خپل امنیت لپاره ط ته ۶ میلیونه ډالره ورکوي

ملګري ملتونه د خپل امنیت لپاره ط ته ۶ میلیونه ډالره ورکوي

تاند:( چار شنبه، د جدي لومړۍ)‏ رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې افشا کړې، چې ملګرو ملتونو له طالبانو سره د خپل یو کلن امنیت د تامین لپاره، د طالبانو حکومت ته د ۶ میلیونه امریکایي ډالرو د ورکړې توافق کړی.

د ملګرو ملتونو سرچینو دغه خبري اژانس ته یاده موضوع تایید کړې او ویلي، چې په نا امنه سیمو کې د خپل امنیت د تامین په خاطر دغه کار کوي.

یو شمېر نړیوالو څېړونکو بیا رویټرز ته ویلي، چې د ملګرو ملتونو او امریکا متحده ایالاتو د بندیزونو په تور نوملړ کې د شاملو طالب مشرانو ادارې ته پیسې ورکول، هغه هم د ملګرو ملتونو له لوري د پوښتنې وړ موضوع او د دغه نړیوال سازمان د اصولو خلاف دي.

طالبانو په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.

ویل شوي، چې د یوه غیر رسمي حکومت لپاره، چې نړیوالو یې مشروعیت نه دی تایید کړی، د ملګرو ملتونو دا ډول تعامل دا پوښتنه ولاړوي، چې آیا د پردې شاته دا نړیوال سازمان خو به د طالبانو د په رسمیت پېژندلو هدف نه لري؟

د ملګرو ملتونو ځينو سرچینو بیا دا موضوع رد کړې او ویلي، چې امنیتي موضوع د طالبانو له رسمیت پېژندلو سره کوم اړخ نه لګوي.

ملګرو ملتونو له دې مخکې ویلي و، چې افغانستان ته یې د هر ډول مرستو د لېږد اساسي هدف د افغانستان د بشري او اقتصادي ناورین مقابله او د افغانستان د اقتصاد د پاشل کیدو د مخنیوي هڅه ده.

طالبان، چې له نړیوالې ټولنې څخه د دوی د حکومت د په رسمیت پېژندلو څخه نهیلي شوي ښکاري، په وروستیو کې د رسمیت پېژندلو پرځای دوی سره پر «تعامل» ډېر ټینګار لري او نړۍ نه دوی سره تعامل غواړي.

د نړیوالو بندیزونو کمېټه، چې طالب مشران یې هم په لیست کې دي، ټینګار کوي چې نه باید افغانستان سره کیدونکې مرستې د طالبانو د پياوړي کیدو سبب شي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...