یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+د پوستکي سپین داغونه/ خدري

د پوستکي سپین داغونه/ خدري

د ځينو وګړو د پوستکي طبيعي رنګ له منځه ځي، او چې طبيعي رنګ له منځه ولاړ د پوست سپين رنګ رابرسېره کيږي. دې حالت ته ډېر خلک خدري وايي. دا ناروغي نه ده، نه چا ته سرايت کولی شي او درملنه یې هم حتمي نه ده٠

د پوستکي طبيعي رنک څه ډول رامنځ ته کيږي؟

د انسان پوستکی دميلانين په نامه د يوې مادې د ډيروالې يا لږوالي په سبب تور، سپين يا نسواري ښکاري.

ميلانين د ميلانوسايټ په نامه د يو ډول مخصوصو حجراتو محصول دی چې دا حجرات په پوست کې موقعيت لري.

دا ستونزه په هر عمر کې پېښېدای شي خو اکثره په ځوانانو کې لیدل کیږي.

د پوستکي د سپينوالي Vitiligo سبب؟

د پوست د رنګ د توليد “دستګاه” د نامعلومو عواملو په وجه له فعاليت څخه پاته کيږي، نتيجه د رنګه مادې (ميلانين) نه شتون او د پوټکي سپينواله٠

د طبابت په ژبه، ويټیلیګو، د Auto immune ناروغیو په ډله کې راځي. په دې ناروغیو کې د انسان د وجود ځینی حجرې، د بدن د دفاعي سیستم له خوا تخریب او له منڅه وړل کیږي.

د دې ناروغیو په ډله کې د تایروید، د وینې یو ډول کموالی چې د Vitamin B12 له کموالي څخه رامنځته کیږي او Pernicious anaemia یې بولي، د شکرې یا قند ناروغۍ (Type 1 Diabetis Melitus ) او ځینی نور امراض شامل دي.

د ویتیلیګو هر ناروغ باید لږترلږه،د تایروید معاینات تکمیل کړي.

ايا دا حالت ساري دی؟

نه بالکل نه، مګر په ځينې کورنيو کې د پوستکي د سپيوالې واقعات نسبتا ډېر ليدل کېږي چې شايد د دې علت ارثي وي.

ايا ويښتان هم بيرنګه کيږي؟

دا حالت نه يوازې په پوستکي کې بلکې د سترګو او د خولې په داخل کې هم ليدل کيدی شي. د پوټکي د هغې برخې چې رنګ یې له لاسه ورکړی، ويښتان هم سپين رنګ پيدا کوي.

که څوک وغواړي چې تداوي وکړي څه امکانات شته؟

ګڼ شمیرخلک د پوټکي سپينوالی، ناروغي نه بولي او د تداوۍ فکر هم ورسره نه وي. سره له دې چې زموږ په شان په وروسته پاته ټولنو کې دا حالت يوه ستره ناروغي ګڼل کېږي، ځينې لا له دې “ناروغانو”سره ناسته ولاړه هم نه کوي، چې په دې توګه، ناروغ ته رواني ستونزې او حتی ژور خپګان يا ډپريشن هم پيښيدی شي.

نو د کورنۍ غړو او ټولو خلکو ته پکار دي چې ځان پوه کړي چې د پوټکي سپينواله کومه غټه او خطرناکه ناروغي نه ده او بل چا ته هم سرایت نه کوي.

ناروغ مينې، محبت او انساني سلوک ته اړتيا لري نه تبعيض ته.

ځيني وګړي غواړي چې بايد حتما تداوي شي، خو دوی بايد په ياد ولري چې د دې حالت د معالجې چانس خورا زیات نه دی. کيدی شي يو سپين داغ د دوا دارو په مرسته ښه شي، خو څه موده وروسته نوي داغونه پيدا کيدی شي.

د جلدي ناروغینو متخصص ډاکتران د دې داغونو د تداوۍ هڅه په لاندې ډول کوي:

steroid cream or ointment ( medium or high potency)

دا هغه ملهم دي چې په مختلفو هيوادو کې د هغې مختلف انواع او اقسام شته، دډاکتر تر نظر لاندې اقلا د ٣ مياشتو لپاره استعماليږي. په دې توګه،  په سلو کې ۵۰-۷۰ ناروغان کاملا یا قسمي ښه کېږي. البته دا دوا ځینی جانبي عوارض هم لري چې ډاکتر او ناروغ باید پرې خبر وي.

Topical calcineurin inhibitors

(tacrolimus or pimecrolimus)

دا هم د مهلم په شکل شته، د پورتنۍ دوا په اندازه مؤثریت لري، جانبي عوارض یې لږ دی، په تېره بیا په ماشومانو کې استعمالیږي.

ځيني ډاکتران، دا دوه درمل همزمانه توصیه کوي. خو قیمت يې ډیر لوړ دی.

Calcipotriol

(A synthetic analog of vitamin D3)

دا دوا هم د ملهم په شکل موندل کېږي چې عمدتا د پوټکي د یوې بلې ناروغۍ لباره چې psoriasis نومیږي، استعمالیږي.

-د لمر د طبيعي وړانګو او ياهم د مصنوعي مخصوص څراغ په وړانګو سره د ډاکتر تر نظر لاندی د ماوف قسمت تداوي.

ـLaser:لږ شمیر ناروغان دLaser او tacrolimus ،دواړو په مرسته تداوي کیدی شي، خو ډیره ګټه یې لیدل شوې نه ده او هم ګران دی.

ځيني ناروغان چې د اوږدې مودې لپاره يو يا څو محدود داغونه لري، د جراحۍ په مرسته د يوه سالم ځای نه پوټکې قطع او ناروغ ځای ته پيونديږي.

Melanocyt grafting

يوه نوې تداوي ده چې د محدود او کوچنیو پابت داغونو لپاره، هغه داغونه چي اقلا د ۱۲ میاشتو لپاره ېي زیاتوالی موندلی نه وی، ګټورع ده. خو دا هم قیمتي او ګرانه تداوي ده.

دغه راز د پوټکي رنګول، د سينګار په موادو  پوښل او يا هم دخال يا ټتو Tattooing په مرسته د پوټکي دايمي رنګه کول هم مستعمل دي.

ځيني خلک د مخصوصې دوا په مرسته د خپل بدن ټول طبيعي رنګ له منځه وړي او ټول پوټکی یې سپين او همرنګه شي.دا ډول درملنه هم ډیره ګرانه ده!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب