شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهامير خان متقي نن بیا پاکستان ته په سفر ځي

امير خان متقي نن بیا پاکستان ته په سفر ځي

تاند:( شنبه ، د قوس اووه ویشتمه)‏‏‏‏ ‏‏‏د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي نن پاکستان ته په يوه سفر روانيږي.

د طالبانو د واکمنۍ د ویاند مرستیال احمد الله وثیق وايي، چې متقي ب هلته د اسلامي همکاريو سازمان له لوري په رابلل شوې غونډه کې ګډون کوي

دغه يوه ورځینۍغونډه سبا جوړيږي، چې هدف يې د افغانستان له بشري ناورين سره د اسلامي هېوادونو د مرستو همغږي کول او ارزول دي.

د طالبانو له واکمنیدو د وروسته دا لومړی ځل دی چي د افغانستان په اړه داسې لويه او مهمه غونډه جوړیږي.

د دغې غونډې د جوړولو سپارښتنه سعودي عربستان کړې او پاکستان ته يې د کوربه توب ويلي.

د احمد مسعود په مشرۍ د پنجشېر د مقاومت جبهې په پاکستان کې د دې غونډې د ترسره کيدو مخالفت کړی او ویلي و، چې د بشري ناورين په ګډون ټولې ناخوالې پاکستان د طالبانو له واکمنولو سره پر افغانانو راوستي دي.

په پاکستان کې د افغانستان پخواني مرستيال سفير زردشت شمس ويلي، چې د پاکستان په کوربه توب د افغانستان په اړه غونډې دغه هېواد ته لويه لاسته راوړنه ده، ځکه په نړيوال سټیج کې د افغانستان په سر بيا مطرح کيږي، خو افغانستان ته د شاتګ په مانا ده.

د شمس په وينا، مخکې به جرمني، جاپان او د نړۍ نور پياوړي هېوادونه د افغانستان په اړه د مرستو او نړيوالې همغږۍ د کنفرانسونو کوربانه وو، خو د طالبانو له واکمنیدو سره افغانستان په نړیوال ډګر کې خپل دغه مقام د لاسه ورکړی.

د ملګرو ملتونو په حواله، په افغانستان کې ۲۴ ميليونه خلک سخت وږي او د مرګ ګواښ سره مخامخ دي.

د طالبانو يوه سياسي مشر انس حقاني بيا په دې اړه راپورونه رد کړي او ويلي: روزي خدای تعالی ورکوي او انسان حتا د واښو په خوړلو ژوندی ساتي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب