جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهحقمل: د نوي مالي کال د بوديجې طرحه جوړه شوه، ټوله سرچينه...

حقمل: د نوي مالي کال د بوديجې طرحه جوړه شوه، ټوله سرچينه یې داخلي عوايد دي

تاند:( جمعه ، د قوس شپږ ویشتمه)‏‏‏‏ د طالبانو د ماليې وزارت وياند احمد ولي حقمل وايي، چې د بودیجې دغه طرحه ماليې وزارت جوړه کړې او ټوله بوديجه به له داخلي عوايدو څخه تمويلېږي.

هغه د بوديجې د کچې او نورو خصوصياتو په اړه څه ونه ويل، خو دا يې روښانه کړه چې زياته برخه يې عادي او لږه یې پراختيايي لګښتونو ته ځانګړې شوې ده.

طالب وياند د پارلمان نشتوالي ته په اشارې سره، چې مخکې به یې د ماليې وزارت له لوري د بوديجې ورلېږلې طرحه اړزوله او تصویبوله، وویل چې د بوديجې طرحه به سمدستي د وزیرانو شورا ته د تایید لپاره استول کيږي.

هغه په دې اړه د راتلونکي چلند موضوع د طالب مشرانو د راتلونکو پرېکړو اړوند وباله.

د طالبانو د ماليې وزارت وياند د دولتي کارکوونکو د نا ورکړل شويو معاشونو په اړه وويل، چې د پاې ته رسیدونکي مالي کال له ختميدو مخکې د دولتي کارکوونکو د دوو مياشتو د معاشونو د ورکړې هڅه روانه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د ماليې وزارت وياند د تېرې میاشتې په پای کې د دولتي کارکوونکو د درېيو مياشتو معاشونو د یو ځلي ورکړې ژمنه کړې وه.

دوه اونۍ مخکې د ملګرو ملتونو په نړيوال سازمان کې د طالبانو رد شوي استازي سهيل شاهين مدعي شو، چې د درېيو مياشتو دغه ژمنه شوي معاشونه ورکړل شوي دي.

دغه طالب وياند نه دي ويلي، چې د کومو ادارو او وزارتونو کارکوونکو ته معاشونه حواله شوي؟

د یو شمېر دولتي ادارو کارکوونکو بيا تاند ته ويلي، چې د دوه او درېیو میاشتو څه چې د يوې مياشتې معاش هم طالبانو نه دی ورکړی او له دې کبله سختو ستونزو سره مخامخ دي.

دوی اوج ته رسېدلی اقتصادي او بشري ناورين، د توکیو او لګښتونو لوړیدل، خونړی ژمی او نورې ستونزې د بې معاشۍ اړوند ګڼي او وايي، چې حتی دفترونو ته د تلو کرايه قرضوي.

ملګرو ملتونو تېره اونۍ اعلان وکړ چې په افغانستان کې د سخت بشري ناورين د رامنځته کيدو له خبرداري سره ويلي، چې ۹۸ سلنه افغانان کافي خوړو ته لاسرسی نه لري.

د دغه نړيوال سازمان د بشري حقونو د کمیسارۍ مرستیالې میرمن النشيف په جینیوا کې د يوې غونډې پر مهال دا هم وويل، چې له هرو لسو افغان کورنيو څخه ۷ کورنۍ همدومره خوراکي توکي په سختۍ سره په پور پیدا کوي، چې پرې ژوندي پاتې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب