جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپنجشېر جبهه او لطيف پدارم: لویه جرګه قبيلوي دود دی، افغان ناورين...

پنجشېر جبهه او لطيف پدارم: لویه جرګه قبيلوي دود دی، افغان ناورين نه شي حل کولای

تاند:( جمعه ، د قوس شپږ ویشتمه)‏‏‏‏ د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو په ضد د پنجشېر د مقاومت جبهې د افغانستان د معضلې د حل لپاره د لویې جرګې د جوړېدو د غوښتنې مخالفت کړی دی.

د دغې جبهې یوه ویاند علي ميثم نظري ویلي، چې لویه جرګه يو قبيلوي دود دی او د افغانستان ستونزه په يوه عصري بنسټ کې چې د ټولو استازیتوب وکړای شي، حلیدونکی دی.

د پنجشېر د مقاومت جبهې دغه راز د ۱۳۴۳ کال اساسي قانون د موقت نفاذ لپاره هم د حامد کرزي غوښتنه رد کړې او ويلي، چې دغه قانون زوړ شوی او د افغانستان اوسنۍ اړتیاوې نه شي ځوابولی.

‏یادې ډلې ټينګار وکړ، چې د افغانستان قضيه د عدالت پر بنسټ د ټولنيز تړون، يو بل زغملو ، آزادۍ، د تاوتریخوالي له پای ته رسولو، وژلو او د هېواد ورانولو د لړۍ ختمیدو سبب شي.

‏څو ورځې مخکې پخواني ولسمشر حامد کرزي وويل، چې طالبانو ته یې د لويې جرګې او د ظاهر شاه د واکمنۍ د اساسي قانون د نافذولو مشوره ورکړې، څو ټول ګډونه حکومت او نړيوال مشروعيت پیدا کولو ته زمینه برابره کړي.

د أفغانستان د ملي کنګرې په نوم د يوې سياسي ډلې مشر عبدالطيف پدارم، هم چې له مشهورو تاجیک فاشستانو څخه ګڼل کېږي، د لویې جرګې د بللو مخالفت کړی دی.

لویې جرګې سره دا مخالفت په داسې مهال کیږي، چې په ۱۳۸۱ کې د همدغې جرګې له لوري د احمد مسعود پلار قومندان احمد شاه مسعود ته پخواني ولسمشر د ملي اتل لقب ورکړ.

د پنجشېر مقاومت ډلې منتقدین دا ډله تورنوي، چې د نوم او ادعا خلاف يې ملي نه ده، تنظیمي بیرغ او قومي اجنډاوې لري او په دې ډول طالب ضد ډلې هم له دغې جبهې څخه لیرې والي ته هڅوي.

د طالبانو اداره، چې په نړیواله کچه د رسمیت پېژندلو هڅې کوي، د ملي مشروعيت نشتوالی يې د دې هڅو د کاميابۍ لوی خنډ ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب