جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeسپورتننګرهار کې د ۲۴ ولايتونو د والیبال سیالۍ ترسره شوې

ننګرهار کې د ۲۴ ولايتونو د والیبال سیالۍ ترسره شوې

تاند:( جمعه ، د قوس شپږ ویشتمه)‏‏‏‏ ‏د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د ۲۴ ولايتونو د والیبال سیالۍ ترسره شوي.

ځايي چارواکو ويلي، چې دا سيالۍ تېره اونۍ په سراج العمارت بڼ کې پیل شوې وې.

د دغو سياليو نور جزییات نه دي ورکړل شوي خو پرونۍ سیالۍ د خراسان پوهنتون لوبډلې ګټلې ده.

د يوه بل خبر له مخې: د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د اوولسو لوبډلو ترمنځ پرون د فوټبال سیالۍ پیل شوې چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د دواړو سیالیو په اړه نور جزییات نه دي څرګند شوي.

افغان ورزشکاران وايي، چې د طالبانو له واکمنیدو وروسته يې ورزشي فعالیتونه د اړوندو ادارو د نا مسلکي کيدو، د امکاناتو د نشتوالي او شخصي اقتصادي او بشري ناورين يا له کبله ډېر پیکه شوي دي.

د طالبانو ورزشي چارواکي بيا وايي، چې ورزش ته يې خاصه پاملرنه کړې او د ستونزو په حل اخته دي.

تېره اونۍ د المپيک نړيوالې کميټې له سلګونه افغان ورزشکارانو سره د څه باندې پينځه سوه زره امريکايي ډالرو د مرستې اعلان وکړ،‌ څو له بشري او اقتصادي ناورين سره مبارزه کې ورته په کار راشي.

ورزشکاران بيا دا مرسته ناڅيزه ګڼي او وېره لري، چې د نورو برخو په شان به ۲۰ کلنې ورزشي لاسته راوړنې هم ضايع شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب