جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد نجات حرکت پر يوه مشر ملا سلام عابد چاودنه شوې

د نجات حرکت پر يوه مشر ملا سلام عابد چاودنه شوې

تاند:( جمعه ، د قوس شپږ ویشتمه)‏‏‏‏ ‏‏په کابل ښار کې نن د عبدالرحمن جومات پر خطيب او مشهور ديني عالم مولوي عبدالسلام عابد چاودنه شوې ده.

د مولوي عبدالسلام عابد په فېسبوکپاڼه کې لیکل شوي چې د نوموړي پر موټر د مقناطیسي ماین چاودنه شوې ده.

سرچينه د مولوي عابد له خولې ليکي: «همدا شېبه (د مازيګر ۳:۱۵ بجې) په روغتون کې يم او حالت مې ښه دی».

ځينو نورو خبري سرچينو په چاودنه کې د درېيو تنو د ټپي کیدو خبر ورکړی.

ويل شوي، چې دغه چاودنه د کابل ښار په پروان سه سیمه کې شوې ده.

د چاودنې مسوولیت تراوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

مولوي عبدالسلام عابد د ډاکټر عمر زاخېلوال په مشرۍ د افغانستان د نجات حرکت له مخکښو غړو څخه دی.

دغه سياسي حرکت له محدودو سیاسي ادرسونو څخه دی، چې د طالبانو له واکمنیدو وروسته د هغوی ملاتړ کوي او نيږدې اړيکې ورسره لري.

طالبانو د دغې چاودنې په اړه څه نه دي ويلي، خو ګومان کېږي چې د چاودنې مسوولیت به داعش ډله پر غاړه واخلي.

ويل کيږي، چې ياده ډله له مولوي عابد سره د مذهبي باورونو له اړخه هم ژور اختلافات لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب