جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهله نا امنۍ شکايت، زاخيلوال د ملي شخصيتونو امنيت غواړي

له نا امنۍ شکايت، زاخيلوال د ملي شخصيتونو امنيت غواړي

تاند:( جمعه ، د قوس شپږ ویشتمه)‏‏‏‏ ‏‏د افغانستان د نجات حرکت په نوم د یوه سیاسي جریان مشر ډاکټر عمر زاخېلوال په هېواد کې له امنيتي ګواښونو شکايت کړی.

نوموړي دا ضمني شکايت د دغه سياسي جريان پر يوه مشر غړي مولوي عبدالسلام عابد د هغې چاودنې په غبرګون کې کړی، چې نن د کابل په کارته پروان سيمه کې شوې وه.

عمر زاخيلوال د دغې چاودنې د غندنې ترڅنګ ويلي: چارواکي د مولوي صاحب او د نوموړي په څیر نورو ملي شخصیتونو امنیت ته چې تر ګواښ لاندې دي جدي عاجله پاملرنه وکړي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت بيا له مشخص کولو پرته دا پېښه د د دښمنانو کار ګڼلی.

د دغه وزارت په يوه اعلاميه کې راغلي، چې په دغه چاودنه کې مولوي عبدالسلام عابد له خپلو درېيو ملګرو سره سرسري زخمي دی.

سرچينه وايي، چې امنيتي چارواکي د پيښې جدي پلټنه کوي او د امنيت اخلالونکي به د قانون منګولو ته سپاري.

مولوي عبدالسلام عابد د کابل ښار د مشهور جومات ( عبدالرحمن جومات) خطيب او مشهور ديني عالم دی.

د چاودنې مسوولیت تراوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

مولوي عبدالسلام عابد د ډاکټر عمر زاخېلوال په مشرۍ د افغانستان د نجات حرکت له مخکښو غړو څخه دی.

دغه سياسي حرکت له محدودو سیاسي ادرسونو څخه دی، چې د طالبانو له واکمنیدو وروسته د هغوی ملاتړ کوي او نيږدې اړيکې ورسره لري.

طالبانو د دغې چاودنې په اړه څه نه دي ويلي، خو ګومان کېږي چې د چاودنې مسوولیت به داعش ډله پر غاړه واخلي.

ويل کيږي، چې ياده ډله له مولوي عابد سره د مذهبي باورونو له اړخه هم ژور اختلافات لري.

2 COMMENTS

  1. زاخیلوال لا اوس هم ځان ناګاره اچوی. دی ښه پوهیږی چی دا څلویښت کلن جنګ ده د ملی شخصیتونو د له منځه وړلو په خاطر. وګوری له مجروخ نیولی، تر چنیزایی، … جنرال ساپی، تر حکیم تڼیوال، تر جبار قهرمان، تر پتیال، تر دواخان، بیا جنرال رازق، … ترمولوی ریحان…
    او ته ولی اعلامیه صادروی ته خو ملی نه یی تا سره څوک څه کار لري؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب